ښايي پيټرېیاس د ''سي ای اې'' رییس شي

ښاغلی پيټرېیاس د انځور حقوق Getty
Image caption پيټرېیاس دامهال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان دی.

امریکايي سرچینو ویلي داسې اټکل دی چې جنرال ډېوېډ پيټرېیاس تر دندې پرېښودو وروسته د امریکا د مرکزي استخباراتو 'سي ای اې' رییس وټاکل شي.

سرچینه وايي چې ښايي د سي ای اې اوسنی رییس لیون پانیتا د دفاع وزیر وټاکل شي.

خو په دې اړه امریکايي چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د امریکا ملي رادیو (این بي ار) د تېرې دوشنبې پرورځ وویل چې په افغانستان د امریکايي او نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېد پيټرېیاس تر ډېره د دې موقع لري، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ''سي ای اې'' رییس وټاکل شي.

دغې رادیو دا رپوټ د یو شمېر امریکايي حکومتي چارواکو چې د نومونو له ښوولو یې ډډه کړې، په حواله ورکړی دی.

دوی ويلي په پام کې ده چې ښايي ښاغلی پيټرېیاس په روان ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې د عمومي قومندان په توګه خپله دنده پرېږدي او په وینا یې ''که چېرې ورته د سي ای اې د ریاست وړاندیز وشي، کېدای شي ویې مني.''

تمه ده چې د سي ای اې اوسنی رییس لیون پانیتا د اوسني دفاع وزیر رابرټ ګېټس پرځای د (پنتاګان) دفاع وزیز وټاکل شي.

رابرټ ګېټس ویلي چې په روان کال کې د تقاعد هوډ لري.

ورته مطالب