اوباما د لګښتونو کمولو او پر شتمنو د ماليو ډېرولو پلان اعلان کړ

اوباما د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر اوباما وايي د ټولنې شتمن خلک بايد زياته ماليه ورکړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما خپله سټراټيژي په ډاګه کړه چې له مخې يې په راتلونکيو ۱۲ کلونو کې د خپل هېواد د بوديجې کسر تر ۴ ترېليون ډالرو کم کړي.

ښاغلي اوباما چې په واشنګټن کې يې د جورج واشنګټن پوهنتون زده کوونکيو ته وينا کوله، وويل دی به د روغتيايي او هم دفاعي چارو کې لګښتونه کم کوي، او پر دې سربېره به له شتمنو د ماليې اخيستلو کمولو ته غاړه کښې نه ږدي.

له واشنګټڼ نه د بي بي سي خبريال پاول اډمز په خپل راپور کې وايي دغه پړاو اوس د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو مرکزي مبارزې لپاره ټاکل شوی، چې له مخې يې څنګه د حکومت پر لګښتونو کنټرول وشي.

تېره اوونۍ د جمهوريت غوښتونکيو له خوا په وړانديز کې ويل شوي وو چې په راتلونکې لسيزه کې لګښتونه شاوخوا ۶ ترېليون کم شي، خو د ماليو د لوړولو خبره يې رد کړې وه.

باراک اوباما اوس په خپله، دغه زړه ورې ژمنې کوي خو زياتوي چې د ماليو په ګډون بايد هر څه د مېز پر سر وي، ده وويل:

((نن زه د يو متوازن تګلوري وړانديز کوم چې له مخې يې د ۱۲ کلونو په اوږدو کې د بوديجې کسر کې د ۴ ترېليون ډالرو کمولو هدف ته ورسېږو.

دغه تګلوری د دواړو ګوندونو د مالي کمسيون چې تېر کال مې وټاکه، د سپارښتونو پر بنسټ ولاړ دی، او د بوديجې کسر کې نژدې يو ترېليون ډالره کموي چې د ۲۰۱۲ کال خپلې بوديجې کې مې يې له مخکې وړانديز کړی دی.

دغه تګلوری هر ډول لګښت پر مېز ږدي، خو د منځنۍ طبقې خلکو، مشرانو ته مو د ژمنې او په راتلونکي کې مو د پانګونې ساتنه کوي))

په دې اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر اوباما چې څه د پاسه دوه کاله مخکې د ټاکنو مبارزو په مهال په خپلو مشهور ويناوو او له زياتو ژمنو سره په پراخ برياليتوب واکمنۍ ته ورسېد، هېواد يې له ستر اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و.

اوس امريکايي مشرتابه لپاره سختې پرېکړې تر مخ دي، لکه څنګه چې ښاغلی اوباما وايي تکل يې دا دی چې هېواد يې بېرته د اقتصادي ښېرازۍ ليکې ته سم کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption امريکا په خپله بوديجه کې له پراخ کسر سره مخامخ ده.

ولسمشر اوباما په خپله وينا کې وويل دی غواړي هغه چارې بېرته پر ځای کړي چې ده د ۱۹۹۰ کلونو مالي چارو مسوليت وباله:

((موږ بايد له خپل وس سره سم ژوند وکړو، د خپلې بوديجې کسر راکم کړو او بيا پر هغې لار روان شو چې له مخې يې خپل پورونه ورکړی شو.

موږ بايد دا کار په داسې ډول وکړو چې د رغېدنې بهير ساتنه وکړي، د هغې پانګونې ساتنه وکړي چې موږ يې ودې ته اړتيا لرو، دندې جوړې کړي او راتلونکی خوندي کړي))

په يو داسې وخت کې چې د ولسمشر اوباما د ګوند ځينې غړي وېره لري ولسمشر به يې د بېوزليو او په عمر مشرانو لپاره په ټولينيزو پروګرامونو کې امنتيازونه وټاکي، په خپله ښاغلي اوباما بيا په خپلو خبرو کې د يو داسې هېواد په توګه د امريکا يادونه کوله چې عدالت ته ارزښت ورکوي.

ده د جمهوريت غوښتونکيو وړانديزونه په ژوره توګه نهيلي کوونکي وبلل، او خپل تګلوری يې بيا ډېر متوازن په ګوته کړ.

جمهوريت غوښتونکي بيا له وړاندې وايي هر هغه څه چې د ماليو له لوړولو سره تړلي وي پايلې نه شي لرلی.

ورته مطالب