بشارالاسد بېړنی قانون لغوه کوي

بشارالاسد د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر اسد هم نورو عربي هېوادونو او د خپل کور دننه حالت ته په پام وويل چې د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره بايد پروژې جوړې شي.

ولسمشر بشار الاسد د بيړني قانون لغوه کول په اړه دا خبرې په داسې وخت کې کولې چې د سوريې په يو شمېر ښارونو کې لا تر اوسه مظاهرې او لاريونونه روان دي.

ښاغلي اسد دغه ګام د هغو زرګونه لاريون کوونکيو له غوښتنو ورسته پورته کوي، چې تېره جمعه يې په خپلو لاريونونو کې کولې. مظاهره چيانو د ديموکراتيکو اصلاحاتو او لا نورې ازادۍ غوښتنه کوله.

ولسمشر بشار الاسد د خپل حکومت د نوې کابينې لومړۍ غونډې ته په وينا کې وويل د بيړني قانون لغوه کولو لپاره کمېټه ګومارل شوې او په دې اړه يې د قوانينو بشپړه ټولګه وړاندې کړې ده :

''دغه وړانديزونه به د دې لپاره چې په قوانينو بدل شي او سمدلاسه خپاره شي، حکومت ته به وړاندې شي. په دې توګه د بيړني قانون لرې کولو په اړه د دغو قوانيو جوړولو وروستۍ موده به راتلونکې اوونۍ وي، او که مو دا اوونۍ جوړ کړی شوی، نو ښه خبره به وي، له دې پرته بايد د ورستۍ مودې په توګه راتلونکې اونۍ بشپړ شي.''

په سوريه کې مظارو او لاريونو له ګرمښت سره اوس دا جوته ده چې د دغه هېواد واکمن نظام د نرښمت چلن غوره کړی، او د بدلونونو په اعلانولو سره زيار باسي د خلکو پر تودو احساساتو سړې اوبه واچوي.

ولسمشر اسد ټول هغوی چې په وروستيو مظاهرو کې مړه شوي، شهيدان وبلل.

ده د ځينو هغوی اندېښنې رد کړې چې فکر کوي ګنې د بيړني قانون په لرې کېدو به يې په هېواد کې امنيت ګډوډ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption که څه هم ولسمشر اسد نوي حکومت ته په خپله وينا کې د ژمنو او تدبيرنو خبرې کولې، خو سوريه کې د تودو احتجاجونه لړۍ ښايي ژر سړه نه شي.

''زه باور کوکم چې د بيړني حالت لرې کول ځينو خلکو د نظر پر عکس دي چې باور کوي چې د دغه حالت لرې کول به امنيت زيانمن کړي، زه په بشپړه توګه د دې پر عکس باور کوم، د بيړنی حال لرې کولو سره به په سوريه کې امنيت بياوړی شي، خو امنيت به د سوريې وګړيو د درناوی له ساتلو سره وي.''

د منځني ختيځ لاريونونه چې له تونس پيل شول بيا له مصر تېر او په ليبيا کې په جګړه او يمن کې په تاوتريخوالي واوښتل، د ډېری سرچينه يې سياسي ځپنې او بېکارۍ او د بېوزلۍ خپرېدا وه.

ولسمشر اسد هم نورو عربي هېوادونو او د خپل کور دننه حالت ته په پام وويل چې د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره بايد پروژې جوړې شي.

که څه هم ولسمشر اسد نوي حکومت ته په خپله وينا کې د ژمنو او تدبيرنو خبرې کولې، خو سوريه کې د تودو احتجاجونه لړۍ ښايي ژر سړه نه شي.

ورته مطالب