برتانیا: شاهي واده به د اپریل پر۲۹مه په ویسټمنسټر کلیسا کې وي

شهزاده ویلیم او کېټ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ویلو ده چې شهزاده ویلیم او کېټ په ۲۰۰۱ کال کې د سکاټلنډ په سان اندروز پوهنتون کې د هنر د زده کړې پرمهال له یو بل سره وپېژندل.

د برتانیا د ولیعهد کلارندون هاوس اعلان کړی، چې د دغه هېواد د امیر چارلز زوی شهزاده او او د هغه د ژوند د ملګرې کېټ واده به د اپرېل پر ۲۹مه په ویسټمنسټر کلیسا کې ترسره شي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون وړاندې ویلي ول "د واده دغه مراسم به ډېر شانداره او لوی وي" او د واده پر ورځ به رسمي رخصتي اعلانېږي.

واکمنه کورنۍ او د میدلټون د کورنۍ غړي به د واده لګښت پرې کوي، خو د امنیت او لېږد رالېږد د چارو لګښت به د مالیې ورکوونکو پرغاړه وي.

د دغه شاهي واده د مراسمو لپاره د ویسټمنسټر کلیسا ټاکل شوې ده.

د ویلیم خاص سکرتر جیمي لوتر بینکرټن ویلي، په کلیسا کې د واده د مراسمو پرېکړه د زوم او ناوې له خوا شوې ده، دا ځکه چې د دغې کلیسا ښکلا او د معمارۍ اوږد څه باندې زر کلن تاریخ په پام کې نیول شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، څېړونکي په دې اند دي چې د واده دغه مراسم به د برتانیا اقتصاد ته کابو یو میلیارد ډالره ګټه ورسوي.

د ویلو ده چې شهزاده ویلیم او کېټ په ۲۰۰۱ کال کې د سکاټلنډ په سان اندروز پوهنتون کې د هنر د زده کړې پرمهال له یو بل سره وپېژندل.

ورته مطالب