لاس انجلېس ټایمز او نیویارک ټایمز د غوره چاپي خپرنیو جایزې وګټلې

نیویارک ټایمز
Image caption د پولیټزر جایزې د چاپي خپرنیو، ادبیاتو او موسیقۍ په برخه کې غوره شاهکار ته ورکول کېږي.

د امریکا لاس انجلېس ټایمز او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د امریکا د معتبره 'پولیټزر' د روان کال یو شمېر جایزې وګټلې.

لاس انجلېس ټایمز ورځپاڼې ته د 'عامه خدمتونو' جایزه وروسته له هغه ورکړل شوه، چې د امریکا د کلیفورنیا ایالت په يوه کوچني ښار کې یې له مالي فساده پرده پورته او په فساد کې ککړ کسان افشا کړل.

خو نیویارک ټایمز ته بیا پر نړیوالو رپوټونو او شننو جایزه ورکړل شوه.

د پولیټزر جایزې په نیویارک سيټي کې د کولمبیا پوهنتون له خوا هرکال د چاپي خپرنیو، ادبیاتو او موسیقۍ په برخو کې غوره مجلو ته ورکول کېږي.

رپوټونه وايي لاس انجلېس ټایمز ته له دې کبله جایزه ورکړل شوه، چې د کلیفورنیا ایالت په یوه کوچني ښار 'بېل' کې یې د چارواکو له فساد څخه پرده پورته کړه چې هغوی دا کار د خپلو غوړو ماشونو د ساتلو په خاطر د مالیې کچه ډېره کړې وه.

همدا وو چې د ورځپاڼې د رپوټ تر خپرېدو وروسته په فساد کې ښکېل چارواکي ونیول شول.

د جایزې تر اعلان وروسته د لاس انجلېس ټایمز ورځپاڼې خبریال 'جیف جوتیپ' وویل ''په اصل کې د ''بېل'' ښار اوسېدونکي ددغې جایزې مستحقین دي، چې له یوه ظالم نظام څخه خلاص شول. ''

ورځپاڼې ته د فوتوګرافي انځورونو جایزه هم ورکړل شوه.

برېښنايي ژورنالېزم

د انځور حقوق AP
Image caption د پولیټزر جایزې په نیویارک سيټي کې د کولمبیا پوهنتون له خوا هرکال د چاپي خپرنیو، ادبیاتو او موسیقۍ په برخو کې غوره مجلو ته ورکول کېږي.

سږکال 'پروپابلیکا' خبري وېبپاڼې ته د سیمه ییزو چارو د رپوټونو له کبله جایزه ورکړل شوه.

د جایزو د وېشلو منځګړې ډلې ویلي چې دغې وېبپاڼې په ''وال سټریټ'' کې هغه رامنځ ته شوي اقتصادي بحرانونه په ښه ډول تر پوښښ لاندې راوستي، چې د امریکا د اقتصاد په رالوېدو کې یې برخه اخیستې ده.

'پروپابلیکا' تېر کال هم له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره یوځای یوه جایزه واخیسته.

ورته مطالب