په ۲۰۱۰ کې د اوباما او ښځې عاید یې ۱.۸ میلیون ډالره و

اوباما د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه اوباما درې کتابونه لیکلي دي.

د تېر ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د ښځې میشل اوباما عاید شاوخوا ۱.۸ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه، چې زیاتره برخه یې د خپلو چاپ کړو کتابونو د خرڅلاو پیسې وې.

خو په ۲۰۰۹ کال کې د دغې جوړې عاید ۵.۵ ته رسېدلی و. او تر هغه وړاندې په ۲۰۰۸ کې بیا ۲.۶ میلیون ډالره و.

د مالیې لاسوندونو وښوده چې ددغه ټيټوالي سبب د کتابونو د خرڅلاو د کچې کمېدل وو.

د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه د اوباما کلنی معاش ۳۹۵ زره ډالره دی.

دواړه (اوباما او میشل) د مالیې په توګه ۵۰۰ زره ډالر ورکوي، او لسګونه خیریه ټولنو ته ۲۴۵ زره ډالر ورکوي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ ددغې جوړې د خاصو مالیو یو رپوټ خپور کړ، چې په کې د اوباما دنده په کې ''د امریکا ولسمشر'' او ''لیکوال'' ښودل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوباما او ښځه یې په الینوی ایالت کې خپله مالیه ورکوي، ځکه چې هلته وړاندې له دې چې د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته ولېږدي، په خپل یوه کور کې اوسېدل.

د ویلو ده چې اوباما تر دې مهاله درې کتابونه چاپ کړي، چې یو یې د ''زما د پلار خوبونه'' ۱۹۹۵، او بل سیاسي کتاب ''د تمې زړورتیا'' ۲۰۰۶، او درېیم یې د ماشومانو لپاره ''ستا لپاره سندرې وایم'' نومېږي.

اوباما او ښځه یې په الینوی ایالت کې خپله مالیه ورکوي، ځکه چې هلته وړاندې له دې چې د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته ولېږدي، په خپل یوه کور کې اوسېدل.

ورته مطالب