زلمی ځانمرګی برید کوونکی د خپل ناکامه برید کیسه کوي

عمر فدايي د انځور حقوق AFP
Image caption عمر د ځانمرګي برید په ترسره کولو کې پاتې راغی، خو ژوندی پاتې شو.

د روانې اپریل میاشتې په لومړیو د پاکستان په پنجاب ایالت کې د زرګونه مریدانو د ګڼې ګوڼې په یوه ډک مزار کې برید وشو، چې ګڼ کسان یې ووژل.

دواړه برید کوونکي د ښوونځي تنکي ځوانان او زده کوونکي وو. خو يوه ژوندي پاتې شوي برید کوونکي د بي بي سي خبریال علیم مقبول ته دا څرګندونې کړې، چې د خپل ځان او د نورو کسانو د وژلو لپاره یې د هڅولو لامل څه و.

۱۴ کلن ژوندي پاتې شوي برید کوونکي عمر فدايي وویل: ''زما ټول فکر پردې راټول وچې د خلکو په ډېره ګڼه ګوڼه کې خپل ځان وچووم. کله مې چې هوډ وکړ چې د برید لپاره دا مناسب وخت دی، دا زما لپاره د ډېرې خوښۍ شېبه وه. ''

''ما فکر کاوه چې په دې کې به زه د لږ درد احساس وکړم، خو وروسته به جنت ته ځم.''

عمر خو جنت ته لاره ونه مونده، موږ نوموړی په یوه زندان کې وموند.

د هغه چپ لاس غوڅ شوی او ښی لاس یې هم مات شوی دی، او سینه یې هم په بنداژونو تړل شوی دی، هغه ډېر څک، ادبناکه او سپین ویونکی دی.

هغه وايي : ''پلان دا و چې اسماعیل به مزار ته څېرمه خپل ځان چووي. او زه به د امبولانسونو تر راتګ پورې انتظار وباسم او بیا به ځان چووم، چې لا ډېر خلک ووژل شي. تر دې مخکې ما په دې اړه هېڅ شک نه درلود.''

خو له چاودېدونکو توکو د عمر ډک شوی واسکټ په سمه توګه ونه چاودېد.

په چاودنه کې د عمر خپل یو لاس له منځه ولاړ، خېټه یې هم ټپي ټپي شوه او بې هوښه شو. خو کله چې په هوښ راغی، له خپل جیب څخه د لاسي بم رایستلو هڅه کوي.

''موږ ته ښودل شوې وه، که چېرې زموږ واسکټ په سمه توګه ونه چوول شي، باید په لاسي بم خپل ځان ووژنو. ما ته درې پولیس نژدې ولاړ ول، فکر مې وکړ که چېرې دوی ووژنم، بیا به هم جنت ته لاره ومومم.''

خو کله چې عمر لاس بم خولې ته نژدې کوي او د چوولو هڅه یې کوي، یوه پولیس افسر یې په لاس ډزې کوي.

د ګرځنده تیلې فون په وسیله په یوه اخیستل شوې وېدیو کې ښکاري چې عمر پر ځمکه پروت دی او پولیس ورځي او د هغه له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ شنډوي.

'هرځای طالبان'

د عمر دا سفر د هغه په کورني کلي کې پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لوېديځو قبایلي سیمو کې پیل شوی و، چې خپل ځان د چوولو تر ځای پورې ورسوي.

''کله به چې زه ښوونځي ته تلم، هرځای به طالبان موجود و. یوه طالب راته وویل چې راځه له ځانه ځانمرګی برید کوونکی جوړ کړه، خو ما ورته وویل که څوک غواړي چې دا کار وکړي، باید خپل ځان ووژني، او له ماشومانو دې دا غوښتنه نه کوي. خو هغه به په ټينګار سره دا خبره راته کوله.''

''هغه ما ته وویل زده کړه کومه ګټه نه لري، راته ویل به یې چې تر جنت نور غوره هېڅ هم نه شته. او جنت ته د کفارو په وژلو جنت ته لاره موندلی شې.''

''طالبانو به تل لمنځونه کول او قرآن به یې تلاوت کاوه، همدا وو چې له دوی څخه مې د روزنې د ترلاسه کولو هوډ وکړ. ''

عمر وايي چې د روزنې پرمهال به یې سترګې او کله کله لاسونه ورتړل، چې ددوی د روزنې پټ ځای افشا نه کړي.

هغه وویل چې د وسلو او چاودېدونکو توکو په برخه کې روزنه ورکول کېدل، چې درې نور ماشومان هم ورسره ول.

د تېرو درو کلونو په بریدونو کې زرګونه پاکستانيان وژل شوي دي.

او اوس داسې نظر دی چې د عمر په څېر په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا زیاتره روزل شوي ماشومان ځانمرګي بریدونه کوي.

په ټول پاکستان کې ډېر ځایونه په نښه شوي وو، خو په وروستیو بریدونو کې، چې عمر هم په کې ښکېل و، د صوفیانو زیارتونه په کې په نښه شوي.

پر دغو زیارتونو ډېر کسان او مریدان ورمات دي، خو سخت دريځي اسلام پالي په دې اند دي چې په دا ډول ځایونو کې عبادت کول غیراسلامي بڼه لري.

عمر وايي: ''طالبانو به تل راته ویل چې افغانستان ته د کفارو د وژلو لپاره ولاړ شﺉ، موږ د هغوی دا خبره ځکه دوی به ویل چې په دې کار سره به موږ جنت ته ولاړ شو. ''

''خو کله چې موږ په بس کې د برید ځای ته سفر وکړ، ومې لیدل چې لاهم په پاکستان کې یو، ماته پوښتنه پیدا شوه. دوی وویل هغه خلک چې په زیارتونو کې د مړو عبادت کوي، دوی تر کفارو هم بدتر دي، او د دوی په خبرو مې باور وکړ.''

Image caption په برید کې لسګونه ټپي کسان روغتون ته ولېږدول شول.

''کله چې موږ زیارت ته نژدې شوو، زه او اسماعیل یوې غونډۍ ته وختلو، چې څوک مو ونه ویني، خپل واسکټونه مو له بکسه راویستل او وامو غوستل.''

''بیا موږ له یوه بل سره خدای پایامني وکړه او ژمنه مو وکړه چې یو بل ته به دعا کوو، خو موږ ځکه خفه نه وو، چې فکر مو کاوه، جنت ته به ځو.''

عمر وايي کله چې پولیسو دده د واسکټ د شنډولو هڅه کوله او ډاکټرانو ده ته څومره پام کاوه، داسې یې احساس کړه، چې ګني دی په غلطه لاره روان و.

''زه اوس ډېر خوشاله یم، ځکه له دوزخ څخه وژغورل شوم. زه په ډېر درد کې یم خو پوهېږم چې په دې روغتون کې یې ټپونه تر ما ډېر او دردونه زیات دي. او زه د خپل ځان او اسماعیل په کړنې ډېر پښېمانه یم.''

''موږ د ماشومانو او سپین ږیرو خلکو او ښځو په وژلو سره ډېر ناوړه کار وکړ. اوس زه پوهېږم چې ځانمرګی برید په اسلام کې ځای نه لري. او هیله مند یم چې خلک به ما وبښي.''

عمر راته وویل، له هغې ورځې راهیسې، چې برید مې وکړ، د خپلې کورنۍ هېڅ غړي راسره اړیکه نه ده نیولې.

''زه پوهېږم چې په شمالي وزیرستان کې زما موږ او کوچنۍ خویندې پوهېږي چې ما څه کړي او دوی به زما په دې کار سره ډېر خفه او خواشيني وي. زه له خپلې مور څخه بښنه غواړم. خو کله مې چې د خپل ځان الوځاوه، د خپلې کورنۍ په اړه مې په ذهن کې هېڅ شی نه و، بلکې ټول پام مې پر هغه څه راټول و، چې طالبانو راته ښوولي ول.''

دغه برید اوس هم د عمر د ژوند په اخیستلو تمامېدای شي، ځکه چې هغه اوسمهال ډېر ناروغه او ټپي دی.

هغه اوس له طالبانو وېره لري او دا فکر کوي چې طالبان هر وخت ورته راتلی شي او مړ یې کړي، ځکه دوی دا سوچ کوي چې عمر د ځانمرګي برید په ترسره کولو کې پاتې راغی.

ورته مطالب