'افغانستان ته د ایراني صادراتو کچه تر ۱میلیارد ډالرو اوړي'

ایراني توکي
Image caption د ايران د سودگاريزو توکيو د رالېد کچه داسې مهال تريو ميليارد ډالرو اوړي چې افغانستان په کال کې ايله د څه باندې ۱۰۰ميلیونو ډالرو توکي ورليږي.لس کاله مخکې يوازې د ۱۰۰ ميلونو په ارزښت ايراني توکي افغانستان ته راتلل.

ايران وايي چې افغانستان ته يې د صادراتو کچه تر يو ميليارد ډالرو واوښته خو افغانستان دغه هيواد ته شاوخوا سل ميلیونه ډالره صادرات لري . ايران افغانستان ته بريښنايیز، ودانيز، خوراکي او نور لگښتي توکي راليږي، چې د افغانستان د سوداگرۍ د خونې په وينا په افغانستان کې هم شاوخوا ۵۰٪ ورته توکي توليدېږي .

خو وايي ايراني توکيو دغه صنعت زيانمن کړی چې په دې ترڅ کې په دغه هېواد کې گڼې کارخانې هم تړل شوې دي.

د ايران د سوېلي ولايت خراسان د سوداگريزې ټولنې مشر نادر مير شکار ويلي دي چې افغانستان ته د ايران د سوداگريزو توکيو د صادرولو کچه يې يو ميليارد ډالرو ته ورسېده، چې د افغان چارواکو په وينا د افغانستان د وارداتو څه باندې ۱۰ په سلو کې جوړوي افغان چارواکي وايي چې اوس مهال افغانستان په ټوله کې د لسو ميلياردو په کچه واردات لري.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي چې د پاکستان د لارو نه خونديتوب،د ايراني توکيو پرتليز ښه والى،اودغه هيواد ته د ايران د يو شمير توکيو قاچاق ،د افغان صنعت کمزوري کيدل او جغرافيوي نژديوالى له هغو لاملونو څخه دي چې د ايران د صادراتو کچه يې يو ميليارد ډالرو ته ورسوله،تير کال دا کچه شاوخوا اته سوه ميلونه ډالره وه.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي وايي چې ايران افغانستان ته ودانيز،بريښنايز خوراکي او نور توکي راليږي.

افغان سوداگر او پانه گوال پر دې کچه ايراني واردات په نيک پال نه نيسي، او وايي چې دا چاره د افغاني صنعت مخه ونيسي د هرات د سوداگرۍ خونې يو تن چارواکي او افغان سوداگر عصمت وردگ وايي که دا چاره پر همدې توگه روانه وي، د افغانستان صنعت به هيڅ پرمختگ ونه کړي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه هم وايي چې د ايراني پانگوالو د منفي رقابت له کبله په هرات او کندهار کې د هغو توکيو ځينې کارخانې تړل شوي دي چې ايران يې افغانستان ته رالېږي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي چې د افغان سوداگريزو توکيو په لوړولو سره غواړي چې له ايران سره سوداگريز انډول پيدا کړي.

د ايران د سودگاريزو توکيو د رالېد کچه داسې مهال تريو ميليارد ډالرو اوړي چې افغانستان په کال کې ايله د څه باندې ۱۰۰ميلیونو ډالرو توکي ورليږي.لس کاله مخکې يوازې د ۱۰۰ ميلونو په ارزښت ايراني توکي افغانستان ته راتلل.

افغان پانگوال وايي که له يوه پلوه د ايراني توکيو دا سيلاب وي او بله غاړه افغان پانگوالو ته اسانتياوې برابرې نه شي،له ايران سره سوداگري به په ټوله کې د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي.

ورته مطالب