د سوني پخوانی مشر او سي ډي جوړوونکی ومړ

ښاغلی اوګا
Image caption اوګا د توکیو پوهنتون ښکلي هنرونه او موسيقي لوستې ده، او همدارنګه په برل ین کې یې د هنرونو ښوونځی هم لوستی دی.

د جاپان ''سوني'' شرکت ویلي چې ددغه شرکت پخوانی مشر او د سي ډي جوړوونکی نوریو اوګا د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې د خپل مشر په مړینه خواشيني ښودلې او ويلي دي چې د سوني شرکت یې په لویه نړیواله کچه مشهور کړ.

نوریو اوګا له ۱۹۸۲ کال تر ۱۹۹۵ پورې د سوني شرکت مشر و، شنونکي داسې انګیري چې نوموړي د الکترونيکي تولیداتو دغه شرکت ډېر مشهور کړ.

نوموړي د کمپیوټرو په برخه کې د لومړي ځل لپاره (سي ډي) جوړه کړه، چې په دې سره یې شرکت وکړای شو، چې د سيبي اس شرکت ونډه وال پرخپل ځان رامات کړي.

هغه په ۱۹۸۹ کال د کولمبیا د سوني شرکت په ۳.۴ میلیارد ډالرو راونیو چې دغه شرکت د هالیووډ د فلمونو تر ټولو لوی شرکت و.

د نوموړي په دې ګام سره د جاپان اقتصاد وده وکړه او ګڼو جاپاني مؤسسو په بهر کې خپلې څانګې پرانیستې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوګا په توکیو کې د ''فیلاهارموني اورکسټر'' مشري هم کړې ده، او د جاپان د اقتصادي ټولنو د اتحادیې مشر و.

که څه هم هغه مهال پر نوریو اوګا ډېرې سختې نیوکې وشوې، خو بیا دا په ډاګه شوه چې دغه شرکت ته یې ډېره وده ورکړه.

د سوني جاپانی شرکت د اوګا په مشبرۍ کې د وېدو ګېمونو ډېرې لوبې جوړې کړې چې په نړیواله کچه شهرت یې وموند.

که څه هم هغه په اقتصادي ډګر کې ډېر مهارت درلود، خو ویل کېږي چې له ښکلو هنرونو او موسیقۍ سره یې ډېره مینه وه.

نوموړي په توکیو کې د ''فیلاهارموني اورکسټر'' مشري هم کړې ده، او د جاپان د اقتصادي ټولنو د اتحادیې مشر و.

په ۱۹۹۵ کال اوګا د سوني له مشرۍ ځان ګوښه کړ، خو تر ۲۰۰۰ کال پورې د دغه شرکت د اداري شورا اجرايوي غړی پاتې شو.

ورته مطالب