'مبارک دې له شرم الشیخ روغتون راویستل شي'

ښاغلی مبارک
Image caption حسني مبارک د تېرې فبرورۍ پر ۱۱مه له خپلې دندې استعفا وکړه.

په مصر کې چارواکو لارښونه کړې چې پخوانی ولسمشر حسني مبارک دې په پلازمېنه قاهره کې د اصلي زندان دننه روغتون ته ولېږدول شي.

ښاغلى مبارک له تېر فبرورۍ را هيسې چې له واکه ليرې شو او د رپوټونو ترمخه يې روغتيا ښه نه ده، د سره سمندر پر غاړه د شرم الشيخ په ښار کې اوسېږي.

په تېرو دوو اوونيو کې هغه دغلته په يوه شخصي روغتون کې پټ ساتل شوى.

پلټونکي وايي چې پخوانى ولسمشر اوس دې ته برابر دى چې په قاهره کې د 'توراة' زندان ته واستول شي چې د هغه دوه زامن کمال او علا له وړاندې پکې د يو شمېر نورو پخوانيو لوړ پوړو چارواکو او پخواني ولسمشر ته د ځينو نژدې سوداگرو سره يو ځاى زندانيان دي.

هغه به لومړى په پلازمېنه کې پوځي روغتون ته واستول شي وروسته به دزندان روغتون ته بوتلل شي چې ښه ټينگ امنيت يې نيول شوى.

دغلته به ښاغلي مبارک پر اسراييلو د بازار له نرخه په ارزانه بيه د گازو د پلورلو په گډون پر هغه د فساد له اړخه د لگېدلو تورونو په اړه له پوښتنو گروېږنو سره مخامخ وي.

له هغه څخه به دارنگه د حکومت ضد لاريون کوونکو سره د تاوتريخوالي په مساله کې د هغه د رول په اړه هم پوښتنې وشي چې څه باندې ۸۰۰ کسان په کې ووژل شول.

ډېر مصريان شک لري چې د هيواد نوي پوځي مشران به وغواړي چې د ډېرو سرتېرو لپاره د جنگ دغه قهرمان به د زاړه رژيم د ناخوالو مسؤول وبولي.

خو د هغه د زوى او نژدې يارانو بندي کېدل او اوس په خپله د ښاغلي مبارک خپل نيول به پر پوځي مشرانو فشار زيات کړي.

ورته مطالب