شاهي واده: د اسونو د بګیو چمتووالی بشپړ شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شهزاده ویلیم او کیت میډلټن لېواله دي چې له همدې بګۍ ګټه واخلي شهزاده چارلز او ملکه دیانا یې د واده تر مراسمو وروسته په ۱‍۹۸۱ کال لویې کلیسا ته لېږدولي ول.

د روانې اپرېل پر ۲۹مه (د جمعې پرورځ) د برتانیا د شهزاده ویلیم او ناوې کیت میډلټن د واده لپاره چمتووالی دوام لري.

په دغه واده کې د زوم او ناوې او د برتانیا شاهی کورنۍ د نورو غړو او د مېلمنو د لېږد لپاره غوره اسونه ټاکل شوي دي.

کله چې زوم او ناوې د ویسټمنسټر کلیسا ته په جلا جلا ګاډو کې ورسول شي، د پنځو اسونو کش کوونکې بګۍ به دواړه ولېږدوي.

دا ډول بګۍ په ''سټيټ لاندو'' شهرت لريو چې لومړۍ د پ ه۱۹۰۲ کال د پاچا ادوارد اووم لپاره جوړه شوې او د ملکې له خوا د بهرنیو مېلمنو د هرکلي او لېږد لپاره کارو کېږي.

د واده چمتو کوونکي تمه کوي چې د واده پر ورځ به هوا ډېره صافه وي.

خو که چېرې د واده ورځ باراني وي، عروسین به له ښیښو په هغې جوړې شوې بګۍ کې لېږدول کېږي چې په ۱۸۸۱ کال کې جوړه شوې ده.

په همدې بګۍ کې لیدي دیانا د سان پاول لویې کلیسا ته د واده پرورځ لېږدول شوي ول.

شهزاده ویلیم او کیت میډلټن لېواله دي چې له همدې بګۍ ګټه واخلي شهزاده چارلز او ملکه دیانا یې د واده تر مراسمو وروسته په ۱‍۹۸۱ کال لویې کلیسا ته لېږدولي ول.

وروسته له هغه چې دواړه په کلیسا کې د ''ایجاب او قبول'' لوړه وکړي، د لندن په کوڅو کې به د لنډ وخت لپاره د باکنګهام ماڼۍ ته ولېږدول شي.

د انځور حقوق AP
Image caption د واده د مراسمو سمبالوونکو ویلي چې د مراسمو پرمهال یې د آسونو د ترهېدو لپاره یو لړ چمتووالی او پلان په بام کې نیولی دی.

د لندن پر لارو او کوڅو کې به لسګونه زره کسان دواړو عروسینو ته د مبارکۍ لپاره ولاړ وي.

د واده په دغو مراسمو کې له غوره او روزل شویو اسونو ګټه اخیستل کېږي ځکه چې د خلکو نارې او هی او هوی به ناروزل شویو اسونو ته ستونزې راولاړې کړي.

د واده د مراسمو سمبالوونکو ویلي چې د مراسمو پرمهال یې د آسونو د ترهېدو لپاره یو لړ چمتووالی او پلان په بام کې نیولی دی.

ورته مطالب