د برتانیې د شاهي نظام د تبعیضي قوانینو د بدلېدو غوښتنې

د شهزاده ویلیم او کېترین واده په شاهي نظام کې نیمګړتیاوو او اصلاحاتو ته هم د حکومت او ولس پام را اړولی دی.

د وخت په تېرېدو سره که څه هم د برتانیې په شاهي نظام کې یو لړ بدلونونه راغلي، خو ځینې (تبعیضي) قوانین لا هم پر خپل ځای پاتې دي، لکه نارینه اولاد ته پر ښځینه لومړیتوب ورکول او مذهبي تبعیض.

د شاهي کورنۍ يوازې پروټېسټنټ (Protestant) عیسوي غړي باچا یا ملکه کېدای شي، او د شاهي کورنۍ هر غړی یا غړې چې کېتولیک عیسوي شي یا وي او يا هم له کوم کیتولیک عیسوي سره واده وکړي نو د باچا یا ملکې کېدو او همداراز ولیعهد کېدو چانس له لاسه ورکوي.

د قانون هدف دادی چې د برتانیې تخت یوازي د پروټسټنټ کلیسا په ولکه کې پاتې شي.

د (Act of settlement) یا د جوړ جاړي د قانون په نامه دغه قانون څه باندې درې سوه کاله وړاندې جوړ شوی او تر اوسه عملي ده.

د دې له مخې د باچا یا د ملکې نارینه اولاد د تخت وراثت ته ډېر حقدار بلل شوی که څه هم مشرانې خویندي ولري.

خو له دې سره سره د برتانیې په تېر دوه سوه کلن تاریخ کې زیاتره مهال ښځه پر تخت ناسته پاتې شوې ده.

د دغه قانون د بدلېدو یا په دې کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتنې پخوا هم شوي دي، خو د برتانیې په ایتلافي حکومت کې مرستیال لومړي وزیر او د لیبرال ډیمکراټ ګوند مشر نیک کلېګ (Nick Clegg) وایي چې دی د اصلاحاتو پلوی دی.

دی وايي : (( زه فکر کوم په دې وخت کې به زیاتره خلک فکر کوي چې د دغه قانون پر بدلېدو دې غور وشي چې نجلۍ هم په راتلونکې کې پر تخت کښیني.

زه فکر کوم چې دا بدلون به په عمومي توګه په ټولنه کې راغلي بدلون سره هم سر وخوري. خو په قانون کې د داسي بدلون راوستل دومره اسانه خبره نه ده ځکه دا له یو شمېر نورو هیوادونو لکه اسټرالیا ، کانادا او نوي زیلانډ سره تړاو لري . او موږ په دغو هیوادونو کې له حکومتونو سره په دې تړاو په رسمي خبرو بوخت یو.))

څرنګه چې د برتانیې د سلطنت مقام د همګټو هیوادونو مشرتوب هم لري او د برتاینې ملکه د کاناډا، نوي زیلانډ او اسټرالیا په څېر هیوادونو ملکه هم ده، نو د هغو هیوادونو د حکومتونو او پارلېمانونو منظورۍ ته به هم اړتیا وي او کېدای شي ډېر کلونه وخت ونیسي.

د بشر د حقوقو فعالینو د برتانیې د شاهي نظام دغه قانون له تبعیضه ډک بللی او د ژر تر ژره بدلېدو غوښتنه یې کوي، او اوس د لومړي او مرستیال لومړي وزیر په ګډون یو شمېر نور چارواکي او سیاستوال هم په قانون کې د اصلاحاتو د راوستو پلوي کوي.

دوی وايي اوس د دې وخت رارسېدلی چې له زمانې سره سم پر مختګ وشي.

که څه هم د برتانیې شاهي محل په دغه قانون کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه په خپل غبرګون کې یوازي دومره ویلي چې دا د حکومت کار دی او دوی به په دې اړه څه نه وایي، یو شمېر دود پال او د شاهي نظام ملاتړي د دغو امکاني بدلونونو له کبله وارخطا ښکاري.

ورته مطالب