کشميري سرتېري خپل څلور ملګري'ووژل'

هندي پوځيان د انځور حقوق AP
Image caption په جامو او کشمیر کې له دوو لسیزو راهیسې له اورپکو سره سلګونه زره هندي پوځيان په جګړې بوخت دي.

د هندوستان دفاع وزارت ویلي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه کمشیري سرتېري پر خپلو ملګرو ټوپک راړولی او څلور کسان یې وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند وايي دا پېښه د کشمیر د انانترنګ ولسوالۍ په یوه پوځي مرکز کې شوې ده.

دفاع وزارت وايي د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې چې ایا دغه پوځي دا کار د فشار او یا کوم بل دلیل له کبله کړی دی.

په تېر کې هم د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر شخړمنې سیمې د جنجال پر سر یو شمېر هندي پولیس او پوځيان وژل شوي دي.

له ۲۰۰۱ راهیسې د هندي پوځ په منځ کې د فشار له کبله د وژل شوی او یا ځانوژونو پېښې تر ۷۰ اوړي.

ګڼ هندي امنيتي سرتېري له اورپکو سره په مبارزه کې د ډېر وخت لپاره ساتل کېږي او ډېر یې له رخصتیو نه ورکولو شکایت لري.

ویل کېږي چې په دغه تازه وژل شویو سرتېرو کې یو جګپوړی افسر هم دی.

په یوه رپوټ کې راغلي چې برید کوونکي پوځي له خپلو ملګرو سره تر برید مخکې لفظي شخړه کړې ده.

د روان کال په جنورۍ کې د هند حکومت اعلان وکړ داسې پلان لري چې له مخې به یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د خپلو پوځيانو شمېر تر یوې ربعې پورې راټيټ کړي.

شمېرې ښيي چې په جامو او کشمیر کې کابو یو نیم میلیون هندي پوځيان او پولیس له شل کلنې اورپکۍ سره په مبارزه بوخت دي.

خو د هند حکومت بیا په دغه سیمه کې په رسمي توګه د خپلو پوځيانو شمېر نه په ډاګه کوي.

ورته مطالب