د برتانیې د شاهي کورنۍ لګښتونه او د لږېدو غوښتنې یې

ملکه الیزابېت
Image caption د ملکې د شخصي جایداد ارزښت چې کرنیزه مځکه او د اوسېدو ځایونه هم پکې دي، شاوخوا ۴۵۰ میلیونه پونډه ارزول شوي دي.

د برتاینې ملکه او د شاهي کورنۍ نور غړي د یوې دولتي ادارې بڼه لري چې بې د ولس له جیبه پرې کیږي.

د برتانیې شاهي کورنۍ له کله شاوخوا ۴۰ میلیونه پونډه لګښت لري. او په اوسط ډول د هر وګړي پر سر نژدې یو امیکایي ډالر راځي چې د شاهي کورنۍ د چلولو په لړ کې یې ورکوي.

د شاهي کورنۍ دغه لګښتونه د هغو د مامورینو پر معاشونو ، محلونو او کورونو د ساتلو ، بهرنیو او کورنیو سفرونو ، مېلمستیاوو او نورو فعالیتونو راځي.

د ملکې او شاهي کورنۍ د غړو د دغو لګښتونو مجمږعي تفصیل هر کال خپریږي.

له همدې کبله یو شمېر کسان شاهي نظام له مالي پلوه ګرانه اداره بولي او وایي چې دغه لګښتونه بې ځایه او او ګټه یې لږه ده.

دوی د شاهي کورنۍ په لګښتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي او ځیننو یې ان ویلې چې ملکې ته باید معاش وټاکل شي او شاهي نظام ته باید د نورو دولتي ادارو په توګه ټاکې بودجه ورکړل شي.

که څه هم د ملکې او شاهي کورنۍ د مخکینیو غړو زیاتره لګښتونه مرکزي بودیجې څخه ورکول کېږي، خو خپله د شاهي کورنۍ غړي هم شخصي جایدادونه او شتمنۍ لري.

د ملکې د شخصي جایداد ارزښت چې کرنیزه مځکه او د اوسېدو ځایونه هم پکې دي، شاوخوا ۴۵۰ میلیونه پونډه ارزول شوي دي.

د دی تر څنګ د ولیعهد شهزاده چارلس شخصي شتمني شاوخوا ۱۵ میلیونه پونډه ښودل کېږي.

د ملکې او شاهي کورنۍ د نورو غړو د کار یوه مهمه برخه د ملکې خدمتونو او رضاکارانه فعالیتونو هڅونه هم ده.

په دی لړ کې دوی خیریه ټولنو کې ځان بوختوي. د شاهي کورنۍ یو شمېر غړي د سلګونو خیریه او مرستندویه ټولنو سرپرست یا مشران دي.

خیریه ټولتۍ هڅه کوي چې مشري یا سرپرستي یې ملکه یا د شاهي کورنۍ یو بل مهم غړی پر غاړه واخلي چې دا سي د ټولني اعتبار او نوم یې لوړ شي.

او د شاهي کورنۍ د غړی ښکېلتیا زیاتره مهال د ټولنې شهرت او مالي مرستو سبب ګرځي.

د دی تر څنګ د شاهي کورنۍ ځینې غړي د حکومت او هیواد استازیتوب هم کوي لکه د ملکې دوهم زوی شهزاده اېنډریو چې د نړیوال تجارت او پنګونې لپاره د برتاینې ځانګړی استازی دی.

همداراز غړی په نورو هیوادونو غونډو او مراسمو کې هم د برتاینې د استازو په توګه ګډون کوي.

د شاهي نظام ملاتړي دلیل وړاندې کوي چې د شاهي کورنۍ د غړو لګښتونه تر هغو ګټو ډېر لږ دي چې د شاهي کورنۍ غړی برتاینې ته راوړی.

دوی په دې لړ کې برتاینې ته راتلونک سیلانیانو یادونه کوي چې هر کال د سلګونو زرو په شمېر کې راځي. او د برتاینې د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

سیلانیان که څه هم د برتاینې یو شمېر نور د لیدو وړځایونه ګوري خو یو زیات شمېر یې د برتاینې له شاهي کورنۍ سره تړلو ماڼیو ، مراسمو لیدو ته هم لیوال وي او د شاهي کورنۍ د غړو له عکسونه ډکې جوړې ډالۍ یا تحفې لکه کمیسونه، قلمونه، پیالې او داسی نور شیان اخلي.

ورته مطالب