په سمندر کې د اسامه د مړي پر خښولو ناندرۍ

اسامه
Image caption د سي بي اېس امریکايي تلوېزیون ویلي چې سعودي عربستان د اسامه د مړي له اخیستو ډډه وکړه، که چېرې دا ریښتیا وي، نو ارومرو به امریکایانو وړاندیز ورته کړی وي، او که چېرې سعودي عربستان هغه منلی وای، نو پر قبر به یې هم مزار جوړ شوی وای.

امریکايي چارواکو ویلي چې د اسامه بن لادن مړی یې په درناوي په سمندر کې خښ کړی، خو ځینې مسلمانان بیا په دې اند دي چې په وچه کې د هغه د مړي د خښولو هېڅ مانع نه وو.

د اسلامي شریعت په رڼا کې، که چېرې د مړي په اړه د پلټنو او تشریح اړتیا نه وي، باید ژرترژره خښ کړای شي.

امریکايي ځواکونو د اسامه بن لادن مړی تر وژل کېدا څو ساعته وروسته خښ کړ.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل:''...بیا د اسامه مړی له اسلامي طریقې سره سم خښ کړای شو.''

امریکایان وايي چې د اسامه د مړي د لېږد پرمهال چې دوو امریکايي 'یو اېس اېس کارل وېنسن' په کې ګډ‌ون کړی و، په سپین کفن کې ونغښتل شو او په یوه درنه بوجۍ کې تر اچول کېدا وروسته پر یوه لرګینه تخته وتړل شو او د عرب سمندر په اوبو کې واچول شو.

د هغه د خښولو مراسم د ګرینیچ پروخت د دوشنبې د ګهیځ پر شپږو بجو ترسره شول، یانې د هغه تر وژل کېدو ۱۲ ساعته وروسته.

نوموړی په ګولۍ په سر لګېدلی و.

د امریکا اي بي سي تلوېزیوني شبکې ویلي تر یوه ډز وروسته پر هغه بل ډز هم وشو څو یې وژل کېدل ډاډمن شي.

د تېرې یکشنبې پر شپه اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد کې د ۴۰ دقیقه ییزو عملیاتو په لړ کې ووژل شو، چې بیا وروسته یې مړی د افغانستان بګرام ته د هوا له لارې یووړل شو.

داسې ښکاري چې امریکایانو د هغه مړی د هوا له لارې په عرب سمندر کې د خښولو لپاره هلته وړی دی.

یوه امریکايي چارواکي ویلي:''یوه افسر ديني مراسم ترسره کړل، چې یوه په عربي ژبه پوه سړي بیا هغه وژباړل.''

په برتانیا کې د دیني قومي چارو د همغږۍ د اسلامي شورا رییس امام ډاکټر عبدالجلیل ساجد ویلي چې د مړي لپاره درې ارکان ضروري دي:

غسل (ټول مړی مینځل)

سپین کفن

د جنازې لمونځ

خښول

د نوموړي په وینا د مړي د خښولو پرمهال ددیني عالم وجود ضروري نه دی، خو باید په خښولو کې یې ان یو داسې مسلمان هم بس دی، چې د مړي د خښولو پر دیني چارو پوی وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسامه بن لادن د تېرې یکشنبې پر شپه د پاکستان په اېبټ اباد کې ووژل شو.

ډاکټر ساجد وايي که چېرې یو څوک د کوم سمندري سفر پرمهال ومري، په سمندر کې یې د مړي خښول روا دي.

دی زیاتوي چې امریکايي چارواکو کولای شوای چې د هغه مړی په سالمه توګه خښ کړي، هغه که دده د کورنۍ له خوا وای یا د هغه د ایدیالوژۍ د کوم ملاتړي په مټ.

امریکايي چارواکو ویلي له دې کبله یې د اسامه مړی په بحر کې واچاوه، چې د هغه د ملاتړو له خوا یې پر قبر زیارت جوړ نه شي، او بل دا چې د په دې اړه له دوی سره هومره کافي وخت نه وو چې له ځینو هېوادونو سره پرې سلامشوه وکړي.

د سي بي اېس امریکايي تلوېزیون ویلي چې سعودي عربستان د اسامه د مړي له اخیستو ډډه وکړه، که چېرې دا ریښتیا وي، نو ارومرو به امریکایانو وړاندیز ورته کړی وي، او که چېرې سعودي عربستان هغه منلی وای، نو پر قبر به یې هم مزار جوړ شوی وای.

ورته مطالب