القاعده: اسامه وژل شوی، غچ به یې اخلو

اسامه
Image caption اسامه د مۍ پر لومړۍ د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د القاعدې شبکې په یوه ویناپاڼه کې د خپل مشر اسامه بن لادن وژل کېدل منلي او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی.

دغې ډلې پر خپله وېبپاڼه په خپره کړې ویناپاڼه کې د تېرې جمعې پرورځ (د مۍ شپږمه) ویلي، دوی به دامریکا او د هغوی د ملاتړو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

القاعدې شبکې پر خپله وېبپاڼه پاکستانیان دې ته هم هڅولي چې ''په خاوره کې یې د اسامه بن لادن د وژل کېدو ملامتیا لیرې کړي او له خپل هېواده یرغلګر امریکایان وشړي.''

نوي جزییات

د اسامه بن لادن د وژل کېدو په تړاو د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) ویلي چې تر څو میاشتو پورې به د القاعدې وېبپاڼې او د هغوی کاروونکي وڅاري.

امریکايي چارواکو ویلي سي ای اې په پټه له څو میاشتو راهیسې کور کور څاره، چې اسامه په کې ووژل شو، او په وینا یې داسې پټې کامرې په کې لګول شوې وې، چې له لیرې څخه یې ددغه کور څارنه کوله او له لیرې واټن څخه یې د انسانانو غږونه راخیستل.

د اسامه د برید په اړه د سپینې ماڼۍ د مخکینیو مالوماتو په اړه چې ویلي یې ول، په برید کې یو بل کس هم وژل شوی، برعکس مالومات خپاره شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي منلې چې مخکیني مالومات دقیق نه ول.

سرچینې ویلي، په برید کې په پنځو وژل شوو کسانو کې یوازې یو وسله وال و، چې د ابو احمد الکویتي په نامه یادېده، هغه هم د برید په لومړیو شېبو کې خپله وسله کارولې ده.

مخکینیو رپوټونو ویلي ول، چې له بن لادن سره برید شاوخوا ۴۰ دقیقې وخت ونیو.

یوه امریکايي چارواکي ویلي الکویتي د برید پرمهال د کور په مېلمستون کې و، چې له برید سره سم یې د امریکا پر سمندري ځواکونو ډزې وکړې، خو په مقابلو ډزو کې هغه له یوې ښځې سره ووژل شو.

ورته مطالب