'د ایبټ اباد کور د القاعدې د مرکزی کنټرول ځای و'

اسامه د انځور حقوق n
Image caption امریکا د اسامه پنځه وېدیوګانې له غږ پرته خپرې کړې دي.

د امریکا استخباراتي ادارې د لومړي ځل لپاره ویلي اسامه بن لادن د خپل مرګ تر ورځې پورې د القاعدې د مشر په توګه فعال و .

امریکایي چارواکي دا هم وایي چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پټنځای د القاعدې د مرکزی کنټرول مرکز و .

د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال وایي چې د امریکایي چارواکو دا دریځ د هغوی له پخواني دریځ سره توپیر لري چې ویل یې چې د القاعدې مشر د یوه کوچي په څېر ژوند کاوه او تل د یو نوي پټنځای په لټه و او د القاعدې په نظامي چارو کې یې فعاله ونډه نه لرله.

د استخباراتي کاروپوهانو په وینا، اسامه د ژوند تر پایه د القاعدې شبکې په پرېکړو کې په ژور ډول ښکېل و .

امریکایي چارواکو په دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل:''د ایبټ اباد دا کور د القاعده د مشر د کنټرول او نفوذ یو فعاله ځای و او دا خبره ښکاره شوې ده چې اسامه القاعدې ته یوازې نظریاتي فکر نه ورکاوه .''

د امریکایي چارواکو په وینا، کوم مواد چې د اسامه له کوره ترلاسه شوي، ښکاري چې اسامه نه یوازې د عملیاتو په طرحه کولو کې فعاله ونډه درلوده، بلکې د جنګي تدابیرو په فیصلو کې هم ښکېل و .

د القاعدې ډلې مشر د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته په ورڅېرمه ښار ايبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، او د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه د کور څخه وېدیوګانې، فلشونه، د ثبتولو یو لړ وسایل او د تبلیغاتي توکو تر څنګ په لاس لیکل شوي اسناد هم شامل دي.

ورته مطالب