پاکستان د بن لادن په اړه پلټنه پيلوي

ګيلاني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان لومړی وزير وويل دا خبره مهمه ده چې واقعيتونه له خيالونو بېل کړی شي.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د خپل هېواد پارلمان ته وويل حکومت يې پتېيلې يې ده په دې اړه يو پلټنه پيل کړي چې اسامه بن لادن څنګه توانېدلی و چې له څار پرته د پوځي اډو په ښار اېبټ اباد کې ژوند وکړي.

ښاغلي ګيلاني دغه خبرې خپل پارلمان ته د تېرې اوونۍ عملياتو په اړه وينا کې کولې چې امريکايي ځواکونو په کې اسامه بن لادن وواژه.

ده د پاکستان د ښکېلتيا او ناوړتيا ادعاوې بې بنسټه وبللې. د امريکا ولسمشر باراک اوباما پاکستان هڅولی و د هغې شکمنې شبکې په اړه پلټنه وکړي چې د بن لادن ملاتړ يې کاوه.

ښاغلي اوباما وويل پاکستان دې د دې موندلو هڅه وکړي چې که کومو چارواکيو د بن لادن د ځای ځايګي په اړه معلومات درلودل.

د پاکستان لومړی وزير وويل دا خبره مهمه ده چې واقعيتونه له خيالونو بېل کړی شي. ښاغلي ګيلاني زياته کړه نور هېوادونو هم د القاعدې په زېږېدو کې رول لوبولی دی:

((د القاعدې د زېږونې مسوليت د چا پر غاړه دی، د اسامه بن لادن افسانې جوړونې مسول څوک و؟ د نن ورځې پوښتنې ته په ځواب موندنه کې دا اړينه ده چې نژدې تېر ته يو ځل بيا ورشو. په ټوليز ډول موږ بايد واقعيتونه ومنو او خپل مخونه د تاريخ په هنداره کې وګورو. پاکستان نه شي کېدی په يوازې توګه د نورو د ناسمو تګلارو او تېروتنو مسول وبلل شي))

په دې اړه داسې شکونه راپورته شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) دننه کېدی شي داسې څوک وي چې د بن لادن د پټېدو ځای ورته معلوم و. (ای اېس ای) له اورپکو ډلو سره د تړاو اوږد تاريخ لري.

د پاکستان لومړي وزير هغه نيوکې رد کړې چې په پاکستان رسمي کړيو له بن لادن سره په پټېدو کې مرسته کړې ده:

((د القاعدې په وړاندې د ای اېس ای او زموږ وسله والو ځواکونو په پرتله د نړۍ هېڅ هېواد او هېڅ امنيتي ادارې هم ډېر ګامونه نه دي پورته کړي. دا ټول د ولس په بشپړ ملاتړ او هم د سياسي ارادې له مخې شوي چې د پاکستان د پارلمان له خوا څرګنده شوې ده. دا د هر چا لپاره تېر ايستونکې خبره ده چې له القاعدې سره د همکارۍ پړه پر پاکستان يا د ای اېس ای ای او وسله والو ځواکونو په ګډون د پاکستان پر دولتي ادارو واچول شي.))

ښاغلي ګيلاني خپل پارلمان ته وويل چې ای اېس ای او پوځ د حکومت بشپړ ملاتړ او باور له ځان سره لري.

ده وويل د امريکا چاپه”له مځکنۍ بشپړتيا سرغړونه وه“ او دې ته يې اشاره وکړه چې ګواکې واشنګټن پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال د القاعدې په جوړولو کې مرسته کړې ده.

ده زياته کړه امريکا په ۲۰۰۱ کال کې د (تورې بوړې) په غرونو کې د بن لادن د نيولو په هڅه کې د نيمګړې پوځي سټراټيژۍ په پلي کولو سره د القاعدې جنګيالي سره تيت کړل.

ښاغلي ګيلاني پر دې ټينګار سره چې ”موږ القاعده پاکستان ته نه ده رابللې“ وويل لس کاله د بن لادن په موندنه کې پاتې راتلنه ” د ټولې نړۍ استخباراتي ادارو د استخباراتي پاتې راتلنې “ پايله وه، او دا چې ”د پړې اچونې لوبه د هېچا په ګټه نه ده“.

پر امريکا له نيوکو سره سره، ښاغلي ګيلاني دا هم وويل واشنګټن د اسلام اباد يو مهم ملګری دی.”موږ سټراټيژيک شراکت لرو، چې بارو کوو زموږ دواړو په ګټه دی.“

په همدې مهال له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه جنوبي وزيرستان کې شاوخوا ۵۰۰ تنو د بن لادن د وژنې پر ضد مظاهرې کړې دي. لاريون کوونکي په واڼه کې سړکونو ته وتلي وو، او داسې شعارونه يې لېږدول چې د امريکا او پاکستان حکومتونو غندنه يې کوله.

’بښنه نه غواړو ‘

وروسته د سپينې ماڼۍ يو وياند جې کارني وويل واشنګټن د پاکستان شکايتونو ته په جدي ډول کتلي خو زياته يې کړه”موږ د هغه عمل په اړه هم د بښنې غوښتنه نه کوو چې دغه ولسمشر ترسره کړی دی.“

ده وويل ښاغلی اوباما په دې اړه ډاډمن و چې ده د چاپې په ترسره کولو کې” حق او امر“ درلود.

ښاغلي کارنی دا هم وويل چې امريکا لا تر اوسه د بن لادن دريو کونډو ته د رسېدو هڅه کوي چې اوس مهال د پاکستان په بند کې دي.

ورته مطالب