د پاکستان لومړی وزير: موږ بن لادن نه و رابللی

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د هغو عملياتو په اړه خبل پارلمان ته وينه وکړه چې د مې په ۲ مه امريکايي ځواکونو په کې اسامه بن لادن وواژه.

د نوموړي وينا د داسې پوښتنو په وخت کې راځي چې د القاعدې مشر څنګه وکولی شول په ظاهره له څار پرته له پلازمېنې اسلام اباد سره نژدې په اېبټ اباد کې دومره موده ژوند وکړي.

ښاغلي ګيلاني وويل پاکستان به د ترهګرۍ ضد جګړې نه په شا نه شي، او زياته يې کړه هېواد يې د دې کلک هوډ لري چې هېچا ته د ترهګرۍ په موخه د خپلې خاورې کارولو اجازه ورنه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .