پر بن لادن چاپه: د امريکايي ځواکونو ډله د ’وتلو جګړې ته چمتو وه‘

اسامه د انځور حقوق Other
Image caption امريکا د القاعدې پر مشر اسامه بن لادن د چاپې کره پلان نيولی و.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلې د امريکا ولسمشر باراک اوباما ټينګار کوي هغه ډله چې د اسامه بن لادن د ښکار لپاره استول شوې وه، تر ډېره يې د دې توان درلود چې که د پاکستان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوې وی، خپل ځان وباسي.

ورځپاڼې د امريکا د ادارې او پوځ چارواکيو په وينا چې د نومونو يادونه يې نه ده کړې، ليکلي د چاپې دغې ډلې کچه له عملياتو څو ورځې مخکې پراخه شوې وه.

پاکستان اوس د هغه څه په اړه پلټڼه پيل کړې چې اسامه بن لادن څنګه له څار پرته په اېبټ اباد کې ژوند کاوه.

خو د اېبټ اباد له چاپې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي خورا ترينګلي شوي دي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما له دې مخکې پاکستان هڅولې و په دې اړه پلټڼه وکړي چې د القاعدې مشر څنګه توانېدلی و د پوځي اډو په ښار اېبټ اباد کې له څار پرته واوسېدی شي، او دا ومومي چې که کوم چارواکی يې له ځای ځايګي خبر و.

ځوابي ډزې

خو د عملياتو په اړه وروستي معلوماتو هغه کچه راسپړلې چې له مخې يې ښيي امريکا څومره د القاعدې د مشر نيولو ګام ته چمتو وه.

نيويارک ټايمز د اوباما ادارې د يو جګپوړی چارواکي له خولې ليکلي: ”دوی ته لارښوونه شوې وه چې د امکان تر کچې پورې له ټکر ډډه وکړي. خو که د وتلو لپاره ځوابي ډزو ته اړ کېدی نو اجازه يې درلوده“.

په اصلي پلان کې دوه چورلکې وې چې د ډېورنډ کرښې افغان خوا کې پاتې کېدې، او که اړتيا پېښه شوې وی نو د مرستې په مهال به ورغوښتل کېدې. دوی به د بن لادن له کوره شاوخوا ۹۰ دقيقې لرې وې.

خو ورځپاڼه په خپل راپور کې کاږي، له چاپې يوازې ۱۰ ورځې مخکې ولسمشر اوباما د عملياتو پر پلانونو بيا له سره غور وکړ، او ورپسې پرېکړه وشوه چې د اضافي ځواکونو دوه نورې چورلکې هم واستول شي، چې د چاپې ترسره کونکې الوتکې تر شا وې.

پلټونکي په تيارسۍ کې

د انځور حقوق Other
Image caption ولسمشر اوباما او ادارې يې پر بن لادن د چاپې بهير په ژوندۍ بڼه څاره.

د امريکايي چارواکيو له خولې ويل شوي، ګنې ځواکونو ته يې لارښوونه شوې وه چې که کوم ټکر راښکاره شو نو له پاکستاني ځواکونو سره له نښتې ډډه وکړي. داسې پلانونه هم وو چې جګپوړي امريکايي چارواکي به په داسې حال کې خپلو پاکستاني سيالانو ته زنګ وهي او له نښتو به يې اړوي.

خو د ورځپاڼې په ليکنه د امريکايي ځواکونو کچه هغه مهال زياته شوه چې ولسمشر اوباما اندېښنه څرګنده کړه ګواکې پر مځکه پليو ځواکونو لپاره دا ګام بس نه و.

د عملياتو په اړه په نورو رابرسېره شويو معلوماتو کې راغلي:

  • دوه ځانګړې ډلې په تيارسۍ کې وې، چې کېدی شي په عرب سمندر کې د کارل وېنسن په الوتکوړنکې بېړۍ کې وې. يوه ډله د دې لپاره که بن لادن مړ شي نو ښخ يې کړي، او دوهمه ډله له وکيلانو، پلټونکيو او ژباړونکيو وه، او دا هم د دې لپاره که ژوندی ونيول شي.
  • يوه مرستندويه چورلکه د لومړۍ ډلې يوې چورلکې د نسکورېدو په مرسته کې وکارول شوه.
  • د امريکا د څار الوتکو ننداره کوله او دې ته غوږ وو چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دغې چاپې ته څنګه ځواب وايي، چې بيا وپتيې د عملياتو ډله څومره کولی شي پر مځکه خوندي پاتې شي.

خبريالان وايي پاکستان په افغانستان کې د امريکا جګړې په هلو ځلو کې خورا مهم رول لوبوي، او پر باکستان له اندازې زيات ښکاره فشار کېدی شي دغه اړيکي له خطر سره مخامخ کړي.

پلټنه به کوو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان لومړي وزير د بن لادن د چاپې په اړه پارلمان ته وينا وکړه.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د دوشنبې / ګل په ورځ د اپرېل په ۹ مه وويل حکومت يې پتېيلې په دې اړه يو پلټنه پيل کړي چې اسامه بن لادن څنګه توانېدلی و چې له څار پرته د پوځي اډو په ښار اېبټ اباد کې ژوند وکړي.

ښاغلي ګيلاني دغه خبرې خپل پارلمان ته د تېرې اوونۍ عملياتو په اړه وينا کې کولې چې امريکايي ځواکونو په کې اسامه بن لادن وواژه.

ده د پاکستان د ښکېلتيا او ناوړتيا ادعاوې بې بنسټه وبللې.

د پاکستان لومړی وزير وويل دا خبره مهمه ده چې واقعيتونه له خيالونو بېل کړی شي. ښاغلي ګيلاني زياته کړه نور هېوادونو هم د القاعدې په زېږېدو کې رول لوبولی دی.

په همدې مهال له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه جنوبي وزيرستان کې شاوخوا ۵۰۰ تنو د بن لادن د وژنې پر ضد مظاهرې کړې دي. لاريون کوونکي په واڼه کې سړکونو ته وتلي وو، او داسې شعارونه يې لېږدول چې د امريکا او پاکستان حکومتونو غندنه يې کوله.

’بښنه نه غواړو ‘

وروسته د سپينې ماڼۍ يو وياند جې کارني وويل واشنګټن د پاکستان شکايتونو ته په جدي ډول کتلي خو زياته يې کړه”موږ د هغه عمل په اړه هم د بښنې غوښتنه نه کوو چې دغه ولسمشر ترسره کړی دی.“

ده وويل ښاغلی اوباما په دې اړه ډاډمن و چې ده د چاپې په ترسره کولو کې” حق او امر“ درلود.

ښاغلي کارنی دا هم وويل چې امريکا لا تر اوسه د بن لادن دريو کونډو ته د رسېدو هڅه کوي چې اوس مهال د پاکستان په بند کې دي.

ورته مطالب