نيوزیم: د خبرو او خبريالۍ نادر موزيم

Image caption نيوزيم ته هر کال له څلور کنجه نړۍ څخه په سلګونو زره خلک ورځي او د خبر او خبريالۍ له نړۍ سره ځای بلدوي.

په پېښور کې يو بل ژورنالست په سيمه کې د روان تاوتريخوالي قرباني شو.

شاوخوا ۴۰ کلن نصرالله اپريدی د ۲۰۱۱ کال د مې پر لسمه په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د نصرالله اپريدي نوم به هم په امريکا کې د خبرو او خبريالۍ په هغه ځانګړي موزيم کې ثبت شي چې داود اعظمي ورغلی وو.

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې د نيوزيم په نامه له خبري نړۍ سره تړلی دغه مثالي موزیم د مطبوعاتو او بيان ازادۍ ته د درناوي يوه سمبوليکه یادونه ده.

دغه موزيم همداراز په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ او د راډيو ، تلوېزيون او انټرنېټ تاريخ وړاندې کوي.

د خبرونو او خبريالانو دغه پر نړيواله کچه بې ساری موزيم د خبر او خبريالۍ د سلګونو کلنو تاريخ په خپلو دېوالونو کې رانغښتی دی.

د واشننګټن په زړه کې د نيوزيم له ښيښو جوړه اووه پوړيزه ودانۍ چې په ۲۰۰۸ کې بشپړه شوه، پخپله د معمارۍ يوه ښکلې بېلګه ده.

د نيوزيم هدف دا دی چې له ولس او مطبوعاتو سره مرسته وکړي چې په یوه او بل ښه پوه شي او همداراز په ټولنه کې د بيان او مطبوعاتو د ازادۍ په اهميت د خلکو خبرتیا او پوهاوی لوړ کړي.

يادرګاري څلی

د نيوزیم په څوارلسو ګالريو کې يې يو مهم اړخ د ژورنالستانو يادګاري څلی دی.

له ښيښې جوړې پر دغې پراخې تختې باندې د شاوخوا دوو زرو هغو خبريالانو نومونه ليکل شوي چې د خپل کار پر مهال د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې وژل شوي دي.

څرنګه چې د وخت په تېريدو نور ژورنالستان هم وژل کيږي، نو هر کال پر دغه تخته نور نومونه هم ورزياتيږي.

پر دې ديوال په هلمند کې د بي بي سي د همکار عبدالصمد روحاني چې په ۲۰۰۸ کال کې ووژل شو په ګډون د هغو لسګونو نورو ژورنالستانو نومونه هم ليکلي دي چې په پاکستان او افغانستان کې وژل شوي دي.

پر يوه بل ديوال د وژل شويو خبريالانو عکسونه هم لګول شوي او د ډېرو نورو عکسونو لپاره ځای خالي پاتې دی.

د خبر او خبريالۍ د دغه موزيم مشر شېلبي کوفي وويل : '' له بده مرغه د ژورنالستانلو لپاره اوس خطرونه ډير شوي دي. پخوا به د ژورنالست د پېژندنې کارډ د هغه د خونديتوب ضمات وو ، خو اوس په بېلا بيلو سيمو کې کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د دې اصل درناوی نه کوي چې د ژورنالستانو کار يې له خنډ سره مخامخ کړی او د هغوی ژوند او روغتيا ته يې خطرونه ډېر کړي دي.''

د بيان ازادي

نيوزيم، ژورنالېزم او هغه پېښې لمانځي چې معاصر مطبوعاتي دور يې جوړ کړی دی.

د نيوزیم يو مهم هدف د امريکا د اساسي قانون د نامتو لومړي ترميم ، درناوی هم دی، چې د انګيزي ژبې په ۴۵ تور کې د مذهب ، بيان ، مطبوعاتو ، په سوله ييزه توګه د راغونډېدو او د ازادۍ ضمانت ورکوي.

دغه ماده نه يوازې ژورنالستانو ته د ريښتیا ويلو او لیکلو ضمانت ورکوي، بلکې د هر امريکايي وګړي د حق ضمانت ورکوي.

د نژدې څلورنيم سوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د جوړ شوي دغه موزيم چارې د ازادۍ د فورم په نامه اداره پر مخ بيايي چې

وايي د خلکو د ازادۍ، روحيې او مطبوعاتو او بيان د ازادۍ لپاره کار کوي.

په موزیم کې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو سره دتړلو موضوعاتو په اړه هم يوه ګالري شته چې د نړۍ په بيلا بيلو ژوبو د لسګونو ورځپاڼو مخپاڼې په کې راځړول شوي چې پر نيويارک د بريدونو خبر یې خپور کړی.

د دې ترڅنګ د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لاد د وژلو خبر هم د ورځپاڼو د مخپاڼو په بڼه په همدې ګالري کې ايښودل شوي دي.

نيوزيم ته هر کال له څلور کنجه نړۍ څخه په سلګونو زره خلک ورځي او د خبر او خبريالۍ له نړۍ سره ځای بلدوي.

ورته مطالب