د پاکستان او امریکا لارې جلا جلا؟

د انځور حقوق AFP

ډېری وخت د پاکستان او امريکا اړيکو ته د مصلحت د واده نوم ورکول کېږي.

ایا د پاکستاني پوځ تر زنې لاندې د اسامه بن لادن پيدا کېدل دغه واده ته ګواښونه رامنځ ته کړي دي؟

له یوې خوا ځينې امريکايي قانون جوړوونکي په بېړنۍ توګه پر پاکستان د مالي مرستو بندولو غوښتنه کوي له بلې خوا د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې پاکستان د يوه (د بدمعاش رياست) په توګه نومول غواړي.

خو داسې نښکاري چې پاکستان ددغو ترینګلو اړیکو د بېرته رغولو هڅه کوي.

د پاکستان لومړي وزير ښاغلي يوسف رضا ګيلاني دوه ورځې وړاندې د پارلمان یا قومي اسمبلې په جلسه کې ددې خبرې په اړه د تحقيق غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن څنګه په ايبټ آباد کې پټ شوی وو، هغه په خپله وینا کې د هغې استخباراتي شبکې یادونه او تعریف هم وکړ، چې د اسامه بن لادن د پټ ساتلو شک ورباندې کېږي.

په يوه کال کې دننه په اسلام اباد کې د سی ای اې د ځایي دفتر د مشر نوم افشا کول ظاهراً د ای ايس ای له اړخه ځوابي عمل ګنل کېږي خو کارپوهان په دې اند دي چې دغه ټولې خبرې د اسامه بن لادن له مرګه راټوکېدلې دي.

دې حالت ته که د برتانيايي ورځپاڼې 'ګارډين' دې خبر ته په کتو پام وشي، چي ادعا یې کړې لس کاله وړاندې د امريکا او پاکستان ترمنځ تړون شوی و چې که چېرې د اسامه بن لادن څرک ولګېږي، امريکا به یې پرخلاف عمليات کوي، بیا وروسته پاکستان د هر راز خبرو او چیغو وهلو واک لي.

نو امريکا ددې مصلحتي واده د ثابت ساتلو هڅه کوي. که څه هم د سپینې ماڼۍ وياند جي کارني د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د هڅو ستاينه کړې، خو د پاکستان او امريکا ترمنځ د پېچلو اړیکو خبره یې هم کړې ده .

د تېر په شان چېرته چې امريکا د پاکستان نه د ترهګرۍ پر وړاندې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کوله، اوس داسې ګنګوسې هم اورېدل کېږي که چېرې په پاکستان کي سیاسي بې ثباتي رامنځ ته شي، نو په دغه شان وضعيت کې به د پاکستان له اټومي وسلو سره څه کېږي؟

د ځينو کارپوهانو انګيرنه دا ده چې په ايبټ اباد کې د اسامه وژل کېدل د پاکستان او امريکا په ناړیکو یوه نوې څپه رامنځ ته کړې ده.

د پاکستان په اړه یو کارپوه اينډريو ولډرز په دې اند دی چې د اسامه تر مرګ ورسته د دواړو هېوادونو په منځ کې د اعتماد د کمي له کبله به د پاکستان او امريکا اړيکي د پخوا په څېر ټينګ ونه ساتل شي.

ځينې اطلاعات دا وايي چې امريکا له پاکستان څو غوښتنې لري چې د القاعدې او طالبانو د نورو غړو موندل ددې فهرست په سر کې راځي.

زړه نازړه پاکستان

د پاکستان له زړه نازړه توب سره سره، ځينې کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم د پاکستان په کوټه ښار کې چېرته پټ دی.

کارپوهان وايي د پاکستان لپاره د مالي مرستو د بندولو امکان کم دی، خو د امريکايي چارواکو په وينا داسې ګواښونه پاکستاني چارواکي دې ته اړباسي چې د امريکا په خبرو فکر وکړي.

پر پاکستان جوړ نظر لرونکي کارپوهان وايي چې پاکستان به هڅه وکړي چې د هغه وخت انتظار وباسي چې د اسامه بن لادن له مرګه راپورته شوې غوغا راقابو شي نو دغه هېواد به بيا د افغاني طالبانو حمايت ته دوام ورکوي.

د انځور حقوق BBC World Service

پاکستان افغاني طالبان په افغانستان کي د هندوستان د اغېز د رسوخ پر وړاندې د مهمې وسلې په توګه ګوري او دغه وسله له لاسه ورکول نه غواړي.

پاکستانيانو ته دا هم روښانه نه ده چې د امريکا پاليسي په افغانستان کې څه ده.

که چېرې امريکا په افغانستان کې طالبانو ته د ماتې ورکولو هڅې روانې وساتي، نو پاکستان ته به د طالبانو نه لاس په سر کول اسان کار نه وي. خو که امريکا د افغانستان مساله له طالبانو سره د خبرو اترو په مټ حل کول وغواړي، نو پاکستان لا له وړاندې یو قوي ملاتړی ثابتېدای شي.

د امريکا او پاکستان دغه مصلحتي یووالی شاید له ډېر مشکل امتحان سره مخامخ شي خو دا ازموینه لا پای ته نه ده رسېدلې.

ورته مطالب