امریکا شپږ کسان له طالبانو سره په مالي مرستې تورن کړل

د فلوريدا جومات
Image caption امریکايي چارواکي وايي دغه پر دغو جوماتونو د کوم ناوړه عمل د ترسره کولو شک نه کېده.

امریکايي چارواکو په فلوريډا ایالت او درې نور په پاکستان کې له طالبانو سره په مالي مرستې تورن کړي دي.

په تورنو کې درې امریکايي تابعیت هم لري، چې دوه په کې د فلوریډا د جومات امامان هم دي، او د درو نورو په اړه ډېر ګمان دا کېږي چې په پاکستان کې به وي.

دا خبر پر داسې مهال راغلی چې دا مهال د امریکا او پاکستان اړيکي په پاکستان کې د اسامه بن لاند په وژل کېدو سره ترینګلي شوي دي.

پاکستاني طالبانو ویلي، د هېواد په شمال لوېديځ چارسده کې د تېرې جمعې ورځې په برید کې، چې په لړ کې یې ۸۰ کسان ووژل شول، تر شا یې ددوی لاس و.

د پاکستان د پارلمان غړو د تېرې شنبې پر ورځ هغه مسوده تصویب کړه، چې په لړ کې یې، په ایبټ اباد کې د امریکا ځانګړو ځواکونو برید غندلی و او د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ پر اړیکو له سره غور وشي.

بل خوا د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر سناتور جان کیري چې پاکستان ته د سفر په درشل کې دی، بي بي سي ته ویلي ''امریکا له پاکستان سره خپل اړيکي غوڅول نه غواړي، بلکې د ټينګښت هڅه یې کوي.'' خو نوموړي ويلي چې په دې اړه یو لړ جدي پوښتنې ځواب غواړي.

د فلوریډا امامان

ددغو شپږو کسانو چې څلور تورونه پرې لګېدلي، قضیه د سوېلي فلوريډا ایالت د څارنوال وایفریډو فیرير او د ایف بي ای د سیمه ییزو اجنټانو له خوا اعلان شوه.

ښاغلي فیرير وویل، ثبوتونه ښيي چې پر دغو کسانو یو تور دا هم دی چې ۵۰۰۰۰ ډالره یې لېږدولي دي .

د فلوريډا تابیعت لرونکو کې ۷۶ کلن حفیظ خان، او د هغه دوه زامن ۳۷ کلن عرفان خان او ۲۴ کلن ازهر خان شامل دي.

حفيظ خان د فلوريډا جومات امام دی، او اظهر خان بیا مارګېټ ته څېرمه د جماعة المؤمنین د جومات امام دی، خو چارواکي وايي دغه پر دغو جوماتونو د کوم ناوړه عمل د ترسره کولو شک نه کېده.

همداراز، په تورنو کسانو کې علی رحمن، عالم زېب او امنه خان هم شامل دي، چې په پاکستان کې اوسېږي.

امنه خان د حفيظ خان لور او عالم زېب د هغې زوی دی.

پر شپږو واړو تور دی، چې په بهر کې یې د وژنو او تښتولو دسیسه جوړوله او له پاکستاني طالبانو سره یې د مرستې هوډ درلود.

که چېرې ‎پر دوی دا څلور واړه تورونه ثابت شي، نو له ۱۵ کلن بند سره به مخامخ شي.

په پام کې ده چې حفيظ او ازهر خان به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د میامي محاکمې ته حاضر شي، او عرفان خان چې کې په لاس انجلېس کې نیول شوی، همالته به محکمې ته راوستل کېږي.

په تورونو کې داهم راغلي کله چې ددوی دا تیلې فوني خبره ثبت شوې چې په افغانستان کې اووه امریکايي پوځيان وژل شوي، حفيظ خان یې په ځواب کې ویلي چې خدا دې هلته ۵۰ زره نور امریکايي پوځيان هم ووژني.

خو اکرام خان چې د حفيظ خان یو بل ملګری دی، وايي د پلار عمر یې زیات دی او روغتیايي وضعیت یې دا نه ایجابوي چې په دا ډول پلان کې دې لاس ولري.

ورته مطالب