احمدي نژاد: امریکا اسامه تر وژل کېدا مخکې نیولی و

احمدي نژاد
Image caption د ایراني ولسمشر له خولې دا هم ویل شوي، چې د امریکا مخکيني ولسمشر جورج بوش سیمې ته د خپل اقتصاد د ژغورلو او په ټاکنو کې د خپلو پلویانو د ډېرولو لپاره پوځيان ولېږل.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي امریکایانو د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا مخکې ژوندی نیولی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې اسامه د ترهګرو د کمزوري کولو لپاره نه، بلکې د امریکا د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپلو پلویانو د ډېرولو له کبله یې وژلی دی.

احمدي نژاد دا څرګندونې د ایران له 'فارس' خبري اژانس سره په یوه مرکه کې کړې دي.

د 'فارس خبري اژانس د ایراني ولسمشر احمدي نژاد له خولې – په تهران کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نړیوال ایتلافي کنفرانس کې – دا هم ویلي، ده ته داسې دقیق مالومات ورغلي چې په ایبټ اباد کې وژل شوی کس (اسامه) تر وژل کېدا څه موده مخکې امریکایانو نیولی و، او دغه عملیات دغې سیمې ته د ننوتلو په موخه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د امریکا متحده ایالتونو اسامه د ترهګرۍ پرضد د روانې مبارزې د ختمولو لپاره نه دی وژلی، بلکې په وینا یې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې یې پر ځان د امریکايي ولس د راجلبولو لپاره وژلی دی.

احمدي نژاد ويلي امریکایان دا مهال د اوباما د یوه ځایناستي په لټه کې دي.

د ایراني ولسمشر له خولې دا هم ویل شوي، چې د امریکا مخکيني ولسمشر جورج بوش سیمې ته د خپل اقتصاد د ژغورلو او په ټاکنو کې د خپلو پلویانو د ډېرولو لپاره پوځيان ولېږل.

ده ویلي چې د بوش ځایناستي اوباما هم د هغه تګلاره خپله کړې ده.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د روانې مۍ پر دویمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په ایبټ اباد ښار کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن د وژل کېدو خبر اعلان کړ.

خو ځينې شنونکي په دې اند دي چې اسامه لا له وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی، او امریکا د خپلو سیاسي ګټو لپاره د هغه د وژل کېدا اعلان وکړ.

د ویلو ده چې د ایران ددفاع وزیر جنرال احمد وحیدي هم د امریکایانو له خوا د اسامه پر وژل کېدا شک ښودلی، چې په وینا یې په مرموز ډول د اسامه د وژل کېدا په اړه ګڼې پوښتنې شته.

وحیدي دا هم پوښتلي چې واشنګټن ولې ځانګړو پلټونکو ته د اسامه د مړي او په سمندر کې د هغه د خښولو په اړه د پلټنو اجازه ورنه کړه، چې د هغه د وژل کېدا په اړه ځانونه ډاډمن کړي؟

ورته مطالب