د پاکستان پوځ: د القاعدې جګپوړی فعال مو نيولی

د پاکستان پوځ
Image caption د اسمه بن لادن له وژنې وروسته، اوس پاکستان تر درانه فشار لاندې دی.

د پاکستان پوځ وايي په کراچۍ کې يې د القاعدې يو جګپوړی فعال نيولی دی. پوځ وايي دغه سړی يمنی دی، او په مخامخ ډول يې د القاعدې د مشرانو تر قوماندې لاندې د ډېورېنډ کرښې په اوږدو کې کار کاوه.

دوه اوونۍ مخکې له هغه راهيسې چې اسامه بن لادن د پاکستان پر خاوره موندل شوی او وژل شوی، د پاکستان پوځ بنسټيز جوړښت تر پلټنې او فشار لاندې و.

واشنګټن د دې ثبوت او پخلی غواړي چې د پاکستان پوځ او د استخباراتو ځواکمنه اداره داسې نه کوی چې په يو لاس د اورپکيو پر ضد په جګړه بوخت وي، په داسې حال کې چې پر بل ورسره مرسته کوي.

اوس امنيتی ادارو د يوې نيونې اعلان کړی دی. دا په داسې مهال کې چې د امريکا جګپوړی سناتور جان کېري په همدې ورځو کې له پاکستان نه ليدنه کوله. دالقاعدې دغه فعال د يمن تبعه پېژندل شوی، چې ځان په ابو شعيب المکي نوموي.

د پاکستان د پوځ يوه خبرپاڼه وايي د نوموړي نيونه د پولو په سيمه کې د القاعدې په ټوټه کولو کې يو ستر پرمختګ دی.

په دې اړه لږ نور معلومات ورکړل شوي، او دا لا څرګنده نه ده چې المکي د القاعدې د کومې کچې غړی و، او يه په ټاکلي ډول څه وخت نيول شوی دی.

د القاعدې دوهم کس، ايمن الظواهري لا تر اوسه خوشی ګرځي. ځينې سرچينو ويلي ګواکې دی هم، د اسامه بن لادن په څېر چې څو کلونه په پاکستان کې پټ و، په همدغه هېواد کې دی.

د پاکستان احتجاج

Image caption ناټو وايي د دوی چورلکې يوازې ځوابي ډزې کوي.

په همدې مهال د پاکستان پوځ وروسته له هغه احتجاج کړی چې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې شمالي وزيرستان کې يې دوه سرتېري د ناټو له چورلکو سره په نښته کې ټپيان شول.

د پوځ يو وياند ويلي ناټو "د پاکستان پر هوايي فضا تېری کړی " او له ناټو چارواکيو سره يې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي د دوی چورلکو وروسته له هغه ځوابي ډزې کړې چې له ښکته نه پرې ډزې وشوې، او زياتوي په دغه وخت کې يې الوتکو د افغان فضا دننه الوتنه کوله.

خو په سيمه کې عينې شاهدانو ويلي چې ډزې لومړی الوتکو کړې دي.

دوی دا هم وايي چورلکو چې سې شنبې/ نهې ورځ يې پر پوسته بريد کړی، په افغانستان کې دننه وې، خو د پاکستان د پوځ وياند وويل دغه چورلکې د ډزو تبادلې پر مهال د پاکستان خاورې ته ورننوتلې وې.

نښتې چې د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې شوې، دوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امريکايي کوماندو له خوا په اېبټ اباد کې ووژل شو.

ورته مطالب