اسراييلي عسکرو ۱۰ احتجاج کوونکي وژلي

د اسراييلو بېرغ
Image caption اسراييلي سرتېرو پر احتجاج کوونکو مخامخ ډزې کړي دي.

د لبنان وسله والو ځواکونو ويلي دي چې لس کسان هغه مهال ووژل شول او تر سلو نور ډير نور ژوبل شول ، چې اسراييلي عسکرو پر هغو احتجاج کوونکو ډزې وکړي ، چې د ليبنان او اسراييلو له پولې سره يې ډبري وارولې.

دارنگه له سوريې سره پر پوله هم د دوو کسانو د وژل کيدو رپوټ ورکړل شوى دى.

د منځني ختيځ په ډيرو برخو کې د وروستيو احتجاجونو له کبله هڅيدلو په زرگونو فلسطينيانو او ملاتړو يې د اسراييلو د رامنځته کيدو د ورځې يا نکبه د غندنې په موخه له ليبنان او سوريې دواړو نه د اسراييلو د پولې پر لوري لاريون وکړ.

درې شپيته کاله د مخه پر همدې ورځ د اسراييلو په رامنځته کيدو سره په سلگونو زره فلسطينيانو خپل کورونه له لاسه ورکړل.

دوى خپلو کورونو ته د فلسطينيانو د بيرته ستنيدو د حق د ورکړې غوښتنه کوله.

په لبنان کې څو سوه کسانو پولې ته ځانونه ورسول اولکه څنگه چې دغه احتجاج کوونکى وايي په پوله کې له غځېدلي اغزن سيم نه ور اخوا يې پر اسراييلي عسکرو د ډبرو وارول پيل کړل.

"بلې غاړې ته مو ډبرې واورولې ، ځينو بيا ډبرې ماتولې او هغو ته يې ورکولې چې پر بل لوري يې وولي. په لومړي سر کې اسراييلي عسکرو هوايي ډزې کولې ، خو وروسته يې د خپلو ټوپکو شپيلۍ د خلکو پر لوري واړولې . دا يو ډز نه، بلکې پرله پسي ډزې وي."

د سوريې له اړخه بيا په سلگونو کسان پر پوله له شته وو خنډونو واوښتل او د جولان نيول شويو غونډيو ته يې ځانونه ورسول چې اسراييلي عسکرو دوى ته هم په ډزو سره ځواب ورکړ .

په راملا کې هم اسراييلي عسکرو پر هغو سلگونو فلسطيني احتجاج کوونکو چې ډبرې يې واورولې ، ربړي گولۍ وويشتلې او اوښلن غاز يې وکاراوه.

غزه کې هم ورته کيسه وه. دغلته تاوتريخوالی هغه مهال رامنځته شو چې زرگونه فلسطينيان له اسراييلي عسکرو په سره نښتو کې کيوتل.

د فلسطين د پارلمان غړي مصطفى برغوتي هم په دغو احتجاجونو کې گډون کړى وو هغه وويل موږ خپلواکي غواړو او په وینا يې اوس یې وخت دی:

"فلسطينيان نن په لويديځه غاړه، غزه، بيت المقدس او اسراييلو کې دننه او له هغه نه بهر، هر چيري يو څه کوي او واحد غږ لري. موږ ازادي غواړ و، موږ خپلواکي غواړو او د دې وخت رارسيدلى چې موږ بايد ازاد واوسو."

فلسطينيان هر کال د نکبه پر ورځ مظاهرې کوي، خو څرنگه چې وکتل شول د منځني ختيځ له پاڅونونو په اغيزمن کيدو سره يې سږ کال د زړورتيا احساس کاوه.

ورته مطالب