په نړۍ کې د ښځو ستر پوهنتون په سعودي کې

Image caption پوهنتون پنځوس زره ښځو ته د زدکړې امکانات لري او څلورمه برخه يې کولى شي د پوهنتون په ليليه کې ژوند وکړي.

په سعودي عربستان کې د ښځو يو پوهنتون پرانيستل شو چې په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو لوى پوهنتون بلل کيږي.

دا پوهنتون په رسمي توگه د ملکې نورا بنت عبدالرحمن د پوهنتون په نوم ياديږي.

د پوهنتون د انگړ او اړوندو ودانيو دجوړولو بيه تر درې بليونه پونډو ډيريږي.

پوهنتون پنځوس زره ښځو ته د زدکړې امکانات لري او څلورمه برخه يې کولى شي د پوهنتون په ليليه کې ژوند وکړي.

د پوهنتون په انگړ کې درې اکاډميک کاليجونه، شپږ طبي ښوونځي، لوى روغتون، لومړني او منځني ښوونځي او دوه جوماتونه دي.

د پوهنتون په انگړ کې د ترانسپورټ يو پرمختللى سيستم شته چې گاډي يې د کمپيوټر له لوري کنټروليږي.

پر دې سربيره دنولس کيلومترو په اوږدوالي کې د پوهنتون انگړ د اورگاډي پټلۍ هم لري.

دا د هغې ننگونې څرگندويي کوي چې سعودي ميرمنې ورسره مخامخې دي. دوى د گاډي د چلولو اجازه نه لري ، نو له همدې کبله موټر نه شى کولى چې له پوهنتونه بهر ووځي.

پر دې سربيره په سعودي کې له دې کبله د ښځو د بي رزوگارۍ کچه لوړه پاتې شوې چې ډيرى سعوديان اجازه نه ورکوي چې ميرمنې يې کار وکړي.

ورته مطالب