القاعده نوی لنډمهالی مشر ټاکي

المصري سیف العدل
Image caption دا اټکل هم شته چې سیف العدل – چې د امریکا د مطلوبو کسانو په لېست کې دی- په ۲۰۰۱ کال د سپمبر د ۱۱ له بریدونو او بیا پر افغانستان د امریکا تر بریدونو وروسته ایران ته تښتېدلی دی.

د القاعدې ډلې د چارو یوه کارپوه ویلي کېدای شي المصري سیف العدل ددغې ډلې د موقت جنګي مشر په توګه وټاکل شي.

د اسامه مخکینی مرستیال نعمان بن عثمان چې دا مهال د برتانیا د کویلیام څېړنیزې مؤسسې شنونکی دی، وايي اټکل کېږي چې د القاعده د دویم جګپوړي مشر ایمن الظواهري تر ټاکل کېدا وړاندې یو بل کس موقت مشر وټاکل شي.

د تېرې سه شنبې پر ورځ نعمان بن عثمان وویل، که څه هم سیف العدل د القاعدې قومندانۍ ته زړه نه ښه کوي، خو په عسکري او عملیاتي چارو کې به موقته مشري ومني.

نوموړي ویلي، سیف العدل د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وړاندې د القاعدې د جګړه ییز قومندان دندې ته ورته پوځي دنده ترسره کوله.

دغه کارپوه زیاتوي، سیف العدل به د القاعدې ډلې د رسمي شورا د غونډې په نتیجه کې نه ټاکل کېږي، ځکه چې دا مهال ددوی یوځايي غونډه ناممکنه ده، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د القاعدې د مشرانو د ۶ او اتم فرمان له مخې به دا کار کېږي.

بن عثمان په دې اند دی چې د القاعدې د موقت قومندان په توګه د سیف العدل موقته ټاکنه په دې مانا ده چې د بن لادن پرځای له عربانو پرته کوم بل څوک دې دندې ته ونومول شي.

بل خوا، همدغه کارپوه دا هم ویلي چې د القاعدې ډله دا مهال له خپلو کوچنیو ډلو څخه د الظواهري لپاره د مشرۍ د ملاتړ پر راټولولو بوخته ده، خو په وینا یې دا کار به یوڅه وخت ته اړتیا ولري.

نعمان بن عثمان له سیف العدل سره یې په شخصي توګه د افغانستان د جګړې پرمهال یوځای جګړه کړې، وايي د القاعدې جنګیالي دا مهال د خپل مشر د ټاکنې پر ځنډولو دوه زړي شوي دي.

بن عثمان وړاندې د لېبیا د جنګېدونکې اسلامي جماعت په چوکاټ کې هم قومندان و.

جګپوړی قومندان

امریکايان وايي چې سیف العدل د القاعدې ډلې له جګپوړو جنګي قومندانو دی، چې په ۱۹۹۸ کال یې په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو په بریدونو کې سمبالولو کې برخه اخیستې ده.

دوی وايي چې نوموړي په ۹۰مه لسیزه کې په افغانستان او سودان کې د القاعدې د پوځي روزنیزو مرکزونو په جوړولو کې هم ونډه لرله.

دا اټکل هم شته چې سیف العدل – چې د امریکا د مطلوبو کسانو په لېست کې دی- په ۲۰۰۱ کال د سپمبر د ۱۱ له بریدونو او بیا پر افغانستان د امریکا تر بریدونو وروسته ایران ته تښتېدلی دی.

لوېديځې خبري رسنۍ وايي ایراني چارواکو سیف العدل کابو یو کال وړاندې خوشی کړ او هغه بېرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ نارامه سیمو ته ستون شو.

شنونکي په دې اند دي سیف العدل – چې د ډېرو په ګمان له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې د پاکستان په لیرو شمالي سیمو کې اوسېږي – په دې وروستیو اوونیو کې ایران او افغانستان ته ستون شوی دی.

ورته مطالب