يتميان او پالونکي يې په ماليزيا کې ژوندي تر ځمکې لاندې شول

مالیزیا
Image caption ۲۰ کوچنيان او د هغو پالونکي پالنځي ته څېرمه تر يوې کېږدۍ لاندې راټول شوي وو چې پېښه وشوه.

۲۰ کوچنيان او پنځه لويان په ماليزيا کې د ځمکې تر ښويېد وروسته چې د يتيمانو يو پالنځى يې لاندې کړ، ژوندي خښ شوي دي.

پوليس وايي دولس مړي تر لاسه شوي دي. سخت اورښت د ژغورنې چارې گرانې کړي دي.

پوليسو ويلي چې د يتيمانو پر پالنځي دوه ځايه ځمکه راښويېدلې چې د دواړو پېښو ترمنځ يوازې څو ثانيې واټن و.

۲۰ کوچنيان او د هغو پالونکي پالنځي ته څېرمه تر يوې کېږدۍ لاندې راټول شوي وو چې پېښه وشوه.

چارواکي وايي چې ځپل شويو دا امکان نه درلود چې وتښتي. پالنځى د يوې غونډۍ په لمنو کې پروت دى.

پوليس وايي چې د سېلانگور په مرکزي ولايت کې د ځمکې د ښويېدو پياوړى دليل سخت اورښت کېدلى شي.

خو د مخالف گوند يوه غړي تيان چوآ بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت کې خورا ډېرې ونې پرې شوي چې د نويو ودانيو جوړېدو ته لاره پرانستل شي.

د وروستيو ورځو اورښتونو د ژغورنې عمليات ورو کړي دي.

ځمکه دومره خټه ده چې ماشينو ته يې خوځول گران دي. ځکه نو ژغورندويه کارکوونکي اړ دي چې په ژوندي پاتو پسې ځمکه په خپلو لاسونو او يومونو وسپړي.

ورته مطالب