اوباما: 'په پاکستان کې له يو اړخيزو عملياتو ډډه نه کوو'

اوباما
Image caption امريکايي ولسمشر اوباما وويل چې د پاکستان ملي حاکميت ته د قدر په سترګه ګوري، خو داسې څوک نه شي زغملی چې د امريکا يا يې د ملګرو هېوادونو د تباه کولو پلانونه جوړوي.

د امريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي چې که په پاکستان کې د کوم القاعده او طالب مشر څرک ولګيږي، نو په خبره يې د اېبټ اباد په څېر به د عملياتو حکم ورکړي.

ولسمشر اوباما وويل چې د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی لري، خو امريکا به د تندلارو هېڅ پلان ته د بشپړېدو اجازه ور نه کړي.

اروپا ته له روانېدو وړاندې ولسمشر اوباما له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل چې موږ به په هر حال امريکا خوندي ساتو.

د مۍ پر دويمه په اېبټ اباد کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پر ضد د امريکايي عملياتو را وروسته د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکو کې ترینګلتيا رامنځ ته شوې ده.

پاکستان د امريکا دغو يو اړخيزو عملياتو سخت په غوسه کړی دی.

له ولسمشر اوباما نه چې کله پوښتنه وشوه که دوی ته په پاکستان او يا هم په بل خپلواک هېواد کې د القاعدې د کوم مهم مشر يا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د شتون په اړه معلومات ورکړل شي، نو پر وړاندې به يې څه کوي؟

د امريکا ولسمشر وويل که اړتيا وه نو له يو طرفه عملياتو به ډډه نه کوي.

امريکايي ولسمشر اوباما وويل چې د پاکستان ملي حاکميت ته د قدر په سترګه ګوري، خو داسې څوک نه شي زغملی چې د امريکا يا يې د ملګرو هېوادونو د تباه کولو پلانونه جوړوي:

''زموږ دنده د متحدو ایالتونو خوندي کول دي. موږ د پاکستان حاکمیت ته درناوی لرو، خو هغووخلکو ته اجازه نه ورکوو چې په فعال ډول زموږ د خلکو او زموږ د ملګرو د وژل کیدو پلانونه جوړوي. موږ غلي پاتې کیدی نشو چې هغوو ته اجازه ورکړوچې داپلانونه یې نتیجه ورکړي.''

ورته مطالب