م.م. د سمندري غلاوو د مخنيوي لارښوونې وکړې

د انځور حقوق indian navy
Image caption د ملگرو ملتو ددغې ادارې په وينا، په ٢٠١٠ کال کې د سمندري غلاوو نژدې ٥٠٠ پېښې شوي چې د ٢٠٠٩ کال پرتله پنځمه برخه ډېروالى ښيي.

د بيړۍ چلونې نړيوالو شرکتو ته نوې لارښوونې شوي چې ورسره د لومړي ځل لپاره له سمندري غلو نه د خپلو بېړيو د ساتنې لپاره د وسله والو ساتونکو د کارولو اجازه مومي.

دا لارښوونه د ملگرو ملتو د بېړۍ چلونې ادارې په لندن کې د نهه ورځني کنفرانس په پاى کې اورولې ده.

دا نوې لارښوونه د بېړۍ چلونې په چاره کې د ملگرو ملتو د ادارې له خوا يو ريښتونى بدلون ښيي.

ښکاره ده چې يو شمېر مخورو نړيوالو شرکتونو لا دمخه د سمندري غلاوو د ترخو پېښو له ډېرېدو وروسته په تېرو څو کلو کې د وسله والو ساتونکو کارول پيل کړي دي.

خو په دې اړه نړيوالې مشورې لږې وې. اوس د ملگرو ملتو د بېړۍ چلونې ادارې په خپله وينا په دې اړه چې بېړۍ چلوونکي څه ډول کولى شي وړ خصوصي امنيتي شرکتونه غوره کړي، "لنډمهالې لارښوونې" کړي دي.

د ملگرو ملتو ددغې ادارې په وينا، په ٢٠١٠ کال کې د سمندري غلاوو نژدې ٥٠٠ پېښې شوي چې د ٢٠٠٩ کال پرتله پنځمه برخه ډېروالى ښيي.

ډېرې دا ډول غلاوې په هندي سمندر، ختيځه افريقا، د چين د جنوبي سمندرگي په گډون لېرې ختيځ، جنوبي امريکا او د کارابين په سيمه کې پېښېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډېرې دا ډول غلاوې په هندي سمندر، ختيځه افريقا، د چين د جنوبي سمندرگي په گډون لېرې ختيځ، جنوبي امريکا او د کارابين په سيمه کې پېښېږي.

د سږني کال تر دې مهاله د دوو سوو دغه ډول پېښو رپوټ ورکړ شوى دى.

خو د ملگرو ملتو د بېړۍ چلونې اداره وايي ددغو لارښوونو هدف دا نه دى چې په بېړيو کې د خصوصي امنيتي کسانو کارېدل تاييد شي يا د سيستم برخه وگرځول شي.

خو د بېړۍ چلونې کارکوونکي وايي چې دا کار به د وسله والو ساتونکو د شمېر ډېرېدو ته لار پرانيزي- هغه څه چې مخالفين يې له عواقبو څخه اندېښنې څرگندوي.

د ملگرو ملتو دغه اداره وايي چې پر دغو لارښوونو په سپټمبر کې بيا کتنه کوي چې لا يې بشپړې کړي.

ورته مطالب