د چيلي د وژل شوي ولسمشر هډونه بيا راايستل کېږي

ولسمشر سلوادور آلندې د انځور حقوق AFP
Image caption د سړې جگړې پر مهال، د چيلي هيواد په ١٩٧٠ کال کې د مارکسيست ولسمشر سلوادور آلندې تر ټاکل کېدو وروسته، د ايډيالوژيکو جگړو پر يوه تاوده ډگر اوښتى و.

د چيلي چارواکو د مخکني ولسمشر سلوادورآلندې هډونه چې پر ١٩٧٣ کال د جنرال آگوستو پېنوشې په مشرۍ ترخه پوځي کودتا کې يې د حکومت تر پرزېدو وروسته وژل شوى و، بېرته له قبره را ايستلي دي.

د عدلي طب کارکوونکي به هڅه وکړي چې دې اوږدو بحثونو ته ځواب ومومي چې آيا هغه ځان پخپله ويشتلى که پوځيانو وژلى دى.

سلوادو آلندې هغه مهال د خپلې ولسمشرۍ ماڼۍ په کنډوالو کې ومړ چې د جنرال پينوشې پلوي ځواکونو پرې بمونه او د توپ گولۍ اورولې.

رسمي وينا دا وه چې هغه ځان پخپله پر هغه کالاشنيکوف ويشتلى چې نژدې ملگري يې- د کيوبا مشر فيدل کاسټرو ورکړى و.

خو په دغو څرگندونو کې تناقضاتو او دې حقيقت چې دغه مړينه هېڅکله هم په رسمي ډول ونه پلټل شوه، دې شکونو ته زور ورکړى و چې نوموړى پوځيانو وژلى دى.

د آلندې خپله کورنۍ په دې باور ده چې هغه ځان پخپله وژلى دى. خو ددې پلټنې اجازه يې په دې هيله ورکړې چې له دې سره تړلو رازونو نه پرده پورته شي.

د سړې جگړې پر مهال، د چيلي هيواد په ١٩٧٠ کال کې د مارکسيست ولسمشر سلوادور آلندې تر ټاکل کېدو وروسته، د ايډيالوژيکو جگړو پر يوه تاوده ډگر اوښتى و.

د ولسمشر آلندې د هډونو دا سپړنه د هغو اوو سوو تنو د مړينې په اړه د نوې پلټنې برخه ده چې د جنرال پينوشې د دکتاتورۍ پر مهال له منځه وړل شوي دي.

په دې سره د هغې کودتا او بيا د پېنوشې د واکمنۍ د کلونو ترخه يادونه له سره راتازه شويدي.