فرانسه او برتانيا لېبيا ته جنګي چورلکې استوي

د انځور حقوق AP
Image caption ددغو چورلکو کارول ددې خبرې لومړنۍ نښه ده چې ښايي ټلواله نوره نه پوهېږي چې څه وکړي او ښايي د فرانسې او برتانيا حکومتونه ليگا دي زغم هم له لاسه ورکوي.

د فرانسې ددفاع وزير ژېرار لانگې تاييد کړه چې برتانيه او فرانسه په لېبيا کې د ناټو په هوايي گوزارونو کې د گډون لپاره جنگي چورلکې وراستوي. فرانسه وايي دغه عمليات ژر پېلېدونکي دي.

په مارچ کې د عملياتو تر پيل راهيسې ناټو پر لېبيا شاوخوا درې زره هوايي گوزارونه کړي، خو ډگروال قدافي لاهم په واک کې پاتې دى.

په څو تېرو اوونيو کې، په تېره بيا د مېسراتا په کلابند ښار کېې نښې نښانې دا وې چې د ناټو د هوايي گوزارونو تر چتر لاندې، ياغي ځواکونه دومره ځاى موندلى شي چې د ډگروال قدافي ځوکونه په څټ ووهي.

خو پرمختگ محدود دى او د هيواد په ډېرو برخو کې د ياغيانو په گټه د خوځښت لږې نښې تر سترگو کېږي.

د فرانسې حکومت هيله من دى چې نوي استول کېدونکې چورلکې به يې له مورچلو نه د حکومت پلوو ځواکونو په پاڅولو کې اغېزمنې راوخېژي.

د ټيگري او گازېل ډول دولس چورلکې تېره اوونۍ په يوه جنگي بېړۍ کې د گوزار تر بريده د لېبيا پولو ته نژدې رسول شوې وې.

د برتانيا تر ټولو ستره جنگي بېړۍ – اېچ اېم اېس اوشن په اپرېل کې له پلېموت څخه خوځېدلې وه چې اپاچي جنگي الوتکې په کې بار وې.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ وويل چې د پوځي عملياتو د لا تودولو کلک پلوى دى، خو ددې خبرې له کولو يې ډډه وکړه چې آيا نور تجهيزات وراستول کېږي او که نه.

کارپوهان وايي چې دا چورلکې کولى شي نښې په چټکۍ سره وپېژني، خو تر جنگي الوتکو ورته خطرونه هم ډېر دي.

ددغو چورلکو کارول ددې خبرې لومړنۍ نښه ده چې ښايي ټلواله نوره نه پوهېږي چې څه وکړي او ښايي د فرانسې او برتانيا حکومتونه ليگا دي زغم هم له لاسه ورکوي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير آلن ژوپې انکار وکړ چې گنې دا په تگلارو کې بدلون ښيي او ښايي د عسکرو د استولو پيلامه شي. هغه وويل چې د چورلکو د استولو پرېکړه په امنيت شورا کې د شوې موافقې پر بنسټ شوې ده.

ورته مطالب