د پاکستان اټومي تاسيسات څومره خوندي دي؟

د پاکستان اتومي بټۍ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان ډېری اټومي سيمې يا د طالبانو د واک سيمو ته نژدې پرتې دي اويا په کې دننه پرتې دي.

د کراچۍ په مهران کې د پاکستان دسمندري ځواک پر يوه هوايي اډه د اورپکو يرغل پر يوه مهم پوځي هدف د خورا پېچلي بريد ښکارندويي کوي.

دې بريد، په دغو تاسيساتو کې د امنيتي تدابيرو په اړه پوښتنې راپورته کړې.

آيا د امنيت ساتنې معيارونه غورځېدلي او که د طالبانو زور لږ بلل شوى و؟ بله دا چې ددې مانا په نورو مهمو تاسيساتو کې، چې مقصد يوازې اټومي تاسيسات هم نه دي، څه کېدلى شي؟

د پاکستان د اټومي تاسيساتو په اړه د معلوماتو کره کول گران دي.

اټکل دى چې دغه هيواد به له ٧٠ تر ٩٠ پورې اټومي سرگولۍ لري او شپه ورځ د هغو د بېلابېلو ډولونو په عصري کولو بوخت دى.

د اټومي بمونو د ځاى ځايگي معلومات هم کره نه دي. امريکاييان باور لري چې تر ډېره به په بېلابېلو خپاره شوي وي.

واشنگټن له پاکستان سره د خپلو اټومي تاسيساتو په خوندي کولو کې ډول ډول تخنيکي مرستې کړې دي، خو دغه لاسنيوي ډېره گټه نه درلوده، ځکه چې پاکستانيان وېرېږي چې اټومي رازونه يې نورو ته بربڼ نشي.

د اسامه بن لادن د وژلو امريکايي بريد، په پاکستان کې دا پوښتنې هم راپورته کړي چې که امريکايي کوماندويان په دومره آسانۍ سره دغه هدف ويشتلى شي، نشي کولى چې د پاکستان اټومي زېرمې هم تر گوتو کړي؟

تر اوسه واشنگټن د پاکستان دا ډاډينې چې اټومي زېرمو ته يې خطر نشته، لږ تر لږه په ظاهره منلې، خو د اورپکو بريدنو ډېرېدو په واشنگټن کې هم له دې پلوه اندېښنې ډېرې کړې دي. او ددغه ډول اندېښنو لپاره دليلونه هم ډېر دي.

د پاکستان ډېری اټومي سيمې يا د طالبانو د واک سيمو ته نژدې پرتې دي اويا په کې دننه پرتې دي.

Image caption د هغو کسانو لپاره چې د پاکستان د اټومي تاسيساتو پر خونديتوب اندېښمن دي، په کراچۍ کې د سمندري ځواک پر هوايي اډه بريد ددې خبرې يوه بله نښه شوه چې اورپکي نور په دغه هيواد کې تر پخوا ډېر زړور شوي دي.

کله چې پاکستان لومړى خپلې اټومي وسلې جوړولې، نو هڅه يې داوه چې تر وسه وسه يې د هند له پولو لېرې وساتي چې د احتمالي نښتې پر مهال يې په آسانۍ لاسو ته ونه لوېږي.

د کارپوهانو باور دادى چې د پاکستان پر هغو سيمو لا دمخه بريدونه شوي چې د اټومي وسلو ځينې برخې په کې ساتل کېږي.

يو دغه ډول بريد د ٢٠٠٧ کال په نومبر کې په سرگوده کې د اټومي موادو پر زېرمه تون شوى و. ځيني نور کارپوهان آن د پاکستاني پوځ د يو شمېر غړو صداقت ته هم په اوږده موده کې د شک په سترگه گوري.

د هغو کسانو لپاره چې د پاکستان د اټومي تاسيساتو پر خونديتوب اندېښمن دي، په کراچۍ کې د سمندري ځواک پر هوايي اډه بريد ددې خبرې يوه بله نښه شوه چې اورپکي نور په دغه هيواد کې تر پخوا ډېر زړور شوي دي.

ورته مطالب