پېښور کې پر تاڼې ځانوژونکی برید شوی

پېښور بمي چاودنه
Image caption د موټر بم ځانمرګی بريد د پېښور د جنايي پلټنو د پوليسو پر تاڼه شوی دی.

راپورونه وايي يو ځانمرګي موټر بم په پېښور کې د پوليسو پر يوه تاڼه بريد کړی دی. د چاودنې له زور د تاڼې ودانۍ نړېدلې او د بيړنۍ ژغورنې کارکوونکي تر کنډوالو لاندې د ژونديو پاتې شويو لټون کوي.

بريد د پېښور ښار پر يونورسټي روډ د سي ای ډي يا د جنايي پلټنو پوليسو پر تاڼه شوی، او وروستي راپورونه وايي چې پنځه پوليس په کې وژل شوي او په چاودنه کې لږترلږه ۲۳ تنه ټپيان شوي دي.

پېښور په وار وار د پاکستاني طالبانو له خوا تر بريدونو لاندې راغلی، او د روانې مې له لومړيو يې د اسامه بن لادن د غچ اخيستنې ګواښ کړی دی.

د پوليسو يو افسر شفيع الله ويلي د چارشنبې په سهار پنځو بجو شاوخوا کېنټوېنټمنټ سيمه کې يوه ځانمرګي بريدګر د سي ای ډي له تاڼې سره په چاودېدونکيو توکيو ډک خپل موټر وجنګاوه، او د تاڼې دوه پوړيزه ودانۍ له چاودنې سره سم ونړېده.

ده ويلې د ودانۍ له کنډوالو دوه مړي را ايستل شوي او له پنځو ډېر تر نړېدلې ودانې لاندې پاتې دي.

سرچینه وايي، په وژل شوو او ټپیانو کې نوي په دندو ګمارل شوي پولیس هم شته.

په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، چې تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته ټولې لارې تړل شوې او هېڅوک نژدې نه ورپرېږدي.

د برید سیمې ته څېرمه ګڼ خصوصي او دولتي ښوونځي، د امریکا کونسلګري او د پاکستان د استخباراتو (آی اېس آی) یو دفتر هم موقعیت لري.

Image caption د تاڼې دوه پوړیزه ودانۍ چاودنې نړولې ده .

که څه هم پېښور ته ننوتونکي ګاډي له دغې تاڼې سره تلاشي کېږي او کلک امنيتي تدابیر نیول شوي وي، خو بیا هم په دې خوندي سیمه کې زوروره چاودنه شوې ده.

برید ته څېرمه د ګڼو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.

د بندو پاتې شويو د را ايستلو او ژغورنې په موخه ګړندۍ هلې ځلې روانې دي.

د پوليسو دغه افسر ويلی چې د بريد په مهال په تاڼه کې له ۲۰ تر ۲۵ پورې کسان موجود وو.

د یادونې وړ ده چې پر دغې تاڼې مخکې هم د توغنديو برید شوی و. له هغه وروسته د تاڼې د ساتنې لپاره د ودانۍ چاپېر امنيتې دېوالونه درولي وو.