په هنګو کې چاودنې ۲۴ کسه وژلي

هنګو چاودنه د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنې ته ورڅېرمه ودانيو ته زيات زيان رسېدلی دی.

د پاکستان د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ چارواکي وايي چې حکومتي ودانيو ته څېرمه موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسه وژلي او ۳۵ نور يې ټپيان کړي دي.

په وژل شويو کې پوليس او ملکي کسان شامل دي او له چاودنې سره نژدې ودانې وېجاړې شوي دي.

د هنګو يوه امنيتي چارواکي بي بي سي ته وويل چې چاودنې ته ورڅېرمه ودانيو ته زیات زیان رسېدلی دی.

ده دا هم تاييد کړه چې په وژل شويو کې پوليس او عام خلک شامل دي.

عيني شاهدان وايي چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا لرې ودانيو د کړکيو شيشې يې ماتې کړې او ښايي زيات خلک له غورځېدلو ودانيو لاندې ايسار پاتې وي.

يوه ځايي پوليس ارشاد حسين وويل چې دا يو ځانمرګی بريد وو او بريدګر وړاندې له دې چې خپل هدف ته ورسيږي په موټر کې يې د تخنيکي ستونزې له امله مخکې تر وخته چاودنه وشوه.

د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان منلی دی.

تر دې وړاندې هم په هنګو ولسوالۍ کې ورته بريدونه شوي چې تر ډېره يې پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

ورته مطالب