مشرف: د امريکا نه ملاتړ د پاکستان تباهي وه

پروېز مشرف
Image caption ښاغلي مشرف وويل چې له يوولسم سپټمبر نه وروسته د امريکا ملاتړ يوه سمه پرېکړه وه.

د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف ويلي که له يوولسم سپتمبر وروسته پاکستان د امريکا ملګرتيا نه وی کړې، نو امريکا له هند سره يو ځای کېده او پاکستان يې له منځه ووړ، چې ښايي اوس پاکستان نه وی.

جنرال پروېز مشرف له اردو بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې د اورېدونکو سوالونو ته د ځواب ويلو پر مهال وويل چې له يوولسم سپټمبر نه وروسته د امريکا ملاتړ يوه سمه پرېکړه وه او دا انګېرنه سمه نه ده چې ګواکې پر يوه ټليفون کولو دې موږ خپله تګلاره بدله کړي وي.

هغه وويل چې امريکا پر افغانستان د بريد پرېکړه کړې وه او که پاکستان لار نه وی ورکړې، نو بيا امريکا له هند سره يو ځای کېده او پاکستان يې ورانوه ، د پاکستان اتومي بنسټونه يې له منځه وړل او ښايي اوس پاکستان نه وی.

پخواني پوځي مشر وويل په دې کې هېڅ شک نشته چې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې پلان د پاکستان او افغانستان په غرنيو سيمو کې جوړ شوی وو او د پاکستان پر سر يو لوی مصيبت وو.

د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه پروېز مشرف وويل چې امريکا په افغانستان کې د پښتنو په له پامه غورځولو سره لويه تېروتنه وکړه او د اوسني حالت لامل د امريکا غلطه تګلاره ده.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د مړينې په اړه د يوه سوال په ځواب کې ښاغلي مشرف وويل چې هغه ته په دې کې د يوې ذرې په اندازه هم شک نه شته چې مېرمن بوټو دې د پاکستاني طالبانو د مشر بيت الله مسعود له لوري وژل شوي وي.

خو ويې ويل چې د دې خبرې سپيناوی ضرور دی چې بيت الله مسعود چا د هغې وژلو ته هڅولی وو.

پخواني پوځي مشر وويل چې د پاکستان پوځ بايد په شمالي وزيرستان کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات وکړي او که داسې نه کوي بايد په اړه يې توضيحات ورکړي.

هغه وويل چې د پاکستان خاوره بايد د ګاونډي هېواد پر ضد د بريدونو لپاره هېڅ وخت ونه کارول شي.

ورته مطالب