مېلادېچ د محاکمې لپاره هاګ ته واستول شو

مېلادېچ
Image caption پر مېلادېچ د شاوخوا ۷۵۰۰ بوسنیايي مسلمانانو چې ماشومان او ښځې هم په کې دي، د وژلو تور دی، چې نوموړي په ۱۹۹۵ کال وژلي او همدارنګه د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د جګړې پرمهال د جنګي جرمونو تورن بلل شوی.

د بوسنيا د سربانو پخواني پوځي قوماندان راټکو مېلادېچ خپله لومړۍ شپه په هاګ کې جرمونو نړيوالې محکمې په بند کې تېره کړه.

جنرال مېلادېچ د ډله ييزې وژنې او بشريت ضد جنايتونو له تورونو سره مخامخ دی.

دی د ملګريو ملتونو په زندان کې دی چې د پخوانۍ يوګو سلاويا جګړې سره په تړاو جرمونو تورن نور ۳۰ نور بنديان ورسره په کې دي.

جنرال مېلادېچ د سربيا له پلازمېنې بېلګراد وروسته له هغه د سې شنبې پر ورځ هاګ ته ولېږدول شو چې قاضيانو د روغتيايي ستونزو له امله د لېږدونې پر ضد د ده وړانديز رد کړ. دی تېره اوونۍ په سربيا کې نيول شوی و.

د سربیا د عدلیې وزیرې د تېرې سه شنبې پر ورځ د لاهای محکمې ته د ۶۹ کلن مېلادېچ له سپارلو سره موافقه وکړه او سم لاسي هوايي ډګر ته یووړل شو.

پر مېلادېچ د شاوخوا ۷۵۰۰ بوسنیايي مسلمانانو چې ماشومان او ښځې هم په کې دي، د وژلو تور دی، چې نوموړي په ۱۹۹۵ کال وژلي او همدارنګه د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د جګړې پرمهال د جنګي جرمونو تورن بلل شوی.

Image caption د مېلادېچ مدافع وکیل ویلي ول چې د موکل روغتیا یې ښه نه ده.

مېلادېچ د تېرې پنجشنبې پر ورځ د سربیا پلازمېنې بلګراد په شمالي لازاریفو کې له ۱۷ کلن تبعید وروسته ونیول شو.

د هغه مدافع وکیل د خپل موکل د استیناف غوښتنه کړې کړه، ځکه چې په وینا یې هغه ډېر نارووغ دی، خو ډاکټرانو ویلي چې د هغه روغتیايي حالت ښه دی.

په سربیا کې د جنګي جرمونو محکمې پر سه شنبه وړاندې د وړاندې شوي استنیاف وړاندیز رد کړ.

په بلګراد کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي د مېلادېچ لېږدونه په ډېرې چټکۍ ترسره شوه.