م.م: لېبيايي چارواکي په جنګي جنايتونو تورن کړل

قدافي
Image caption راپور کاږي چې د تېرويو امر د قدافي او د هغه د رژيم د غړو له خوا شوى دى.

د ملگرو ملتونو پلټونکو د لېبيا حکومتي ځواکونه په جنگي جنايتونو او په بشريت ضد جرمونو باندې تورن کړي دي. دوى وايي د سرغړونو دوامداره بڼه د دې ښودنه کوي چې دا پلان شوي جرمونه د ليبيا د مشر معمر قذافي په امر ترسره شوي دي.

ملگري ملتونه دا هم وايي چې د ليبيا مخالفينو هم داسې کړنې کړي دي چې د جنگي جنايتونو په لست کې راتللی شي.

د ۹۰ پاڼو په دې راپور کې د ليبيا په حکومت ډيرې نيوکې شوي دي. پلټونکي وايي په دې کې حکومت د وژنې، شکنجې ، د خلکو د تري تم کېدو او په ملکي وگړو له توپير پرته بريدونه کړي، چې دا په څرگند ډول د راپور ترمخه جنگي جنايتونو او د بشريت ضد جرمونه بلل کيدی شي.

راپور ليکي په دوامداره ډول د تيريو کولو څخه ښکاري چې د دې امر ډګروال معمرالقذافي او د هغه د رژيم د غړو له خوا شوى دى، خو په راپور کې د اپوزيسون په اړه هم اندېښنې راپورته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د حکومت وسله وال مخالفين هم د خلکو په شکنجه کولو او له ظلمه ډک چلند کې ښکيل دى.

راپور زياتوي چې د دغو زياتيو کچه دومره ډېره نه ده څومره چې د حکومتي ځواکونو لخوا ترسره کېږي، خو بيا هم دا د جنگي جنايتونو په لست کې راتللی شي.

د بشري حقوقو سازمان شورا به د دوشنبې پر ورځ په جنيوا کې په دې راپور بحث وکړي.

بل خوا د لېبيا له داخل څخه راپورونه وايي چې د ياغيانو په مرکز بن غازي کې لويه چاودنه شوې ده. چاودنه له هغه هوټله بهر شوې چې د ياغيانو مشران، بهرني دپلوماتان او ژورنالستان يې کاروي.

د ياغيانو وياند جلال الجلال وايي بريد د موټر بم پر مټ شوی، خو چاته په کې زيان نه دی رسېدلی. په ليبيا کې د پاڅون او جگړو را وروسته دا د بن غازي په ښار کې د خپل ډول لومړنۍ لويه چاودنه ده.

ورته مطالب