'ګاونډيان د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د مداخلې حق نه لري'

پاکستاني طالبان
Image caption د پاکستاني طالبانو مرستیال وویل، چې پاکستاني طالبان د خپلو بریدونو لپاره یوازې پاکستان غوره کړی او افغاني طالبانو افغانستان.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د مشر یوه مرستیال بي بي سي ته ویلي هېڅوک د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د مداخلې حق نه لري.

مولوي فقیر محمد وویل، د دغه اسلامي او ګاونډي هېواد ددفاع لپاره ټولې نړۍ په تېره بیا اسلامي نړۍ ته پکار ده چې په وینا یې 'متکبر قوتونه' خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکام کړي.

نوموړي وویل چې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې هېڅوک د مداخلې حق نه لري، خو په وینا یې زموږ د غورځنګ له اړخه مسلمانان دا حق لري چې د هر کس او هر حکومت دفاع وکړي او له یرغلګر غچ واخلي.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د مشر مرستیال وویل، د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه باید له خپل دوه مخیزه سیاست لاس واخلي، که چېرې دوی له دې کار لاس وانخلي، نو د اور لمبې به یې کور ته ورشي.

مولوي فقیر محمد ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستاني طالبان د جګړې لپاره افغانستان ته ځي؟ وویل: '' دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان افغانستان ته ځي، افغانستان کې کله یو او کله بل حکومت وي، بلکې دا ځل په یوه بله بڼه او ټول قوت سره راغلي دي.

دا د ټولې نړۍ دنده ده چې دداسې خلکو مخه ونیسي، او دوی له هېواده وباسي، او افغانستان یو خپلواک هېواد شي. د غورځنګ په اړه ویلای شم هرڅوک چې زموږ پروړاندې عمل وکړي، زموږ د ځپلو هڅه وکړي، موږ له خپل ځان څخه دفاع او غچ اخیستل لازم ګڼو، او په دې اړه موږ وړاندې هم اقدام کړی دی.''

له افغاني طالبانو سره اړیکي

له مولوي فقیر محمد وپوښتل شول ایا تاسو له افغاني طالبانو سره جګړه ییز اړيکي لرﺉ، په دې مانا که چېرې هغوی له تاسو په افغانستان کې د جنګېدو غوښتنه وکړي، دا کار به وکړﺉ او یا دا چې له تاسې سره افغاني طالبان شته؟ وویل:

''یو دا چې د افغانستان د طالبانو تحریک دی، او بل د پاکستان د طالبانو غورځنګ. د افغانستان د طالبانو تحریک د خپلو موخو او د نورو د سیاستونو پر بنسټ رامنځ ته شوی. خو د پاکستاني طالبانو غورځنګ بیا د ناسمو سیاستونو د غبرګون، د پاکستان د دوه مخي سیاست په پایله او د اسلامي نظام د پلی کولو په موخه جوړ شوی. ''

''خو د افغانستان طالبان یوه بېله موضوع ده، داسې چې مسلمانان او د اسلامي نړۍ مجاهدین ملامحمد عمر د کفر په مقابل کې د خپل مشر په توګه مني. زموږ تحریک په پاکستان کې یو خپلواک تحریک دی. موږ په پاکستان کې د خپلې مبارزې په لړ کې افغاني طالبانو ته اړتیا نه لرو. او نه افغاني طالبان پخپل هېواد کې موږ ته ضرورت لري. زموږ د جګړې ډګرونه جلا دي. زموږ د جګړې ځای پاکستان دی او د افغاني طالبانو د جنګ ځای افغانستان دی. دا یوه روښانه موضوع ده چې تاسې هم پرې خبر یاست.''

ورته مطالب