اسراییلو په جولان کې ۲۰ مظاهره کوونکي په ډزو وژلي

اسراییلي پوځيان
Image caption د سوریې تلوېزیون د اسراییلي پوځيانو داسې انځورونه هم خپاره کړي، چې پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې کوي.

د سوریې دولتي تلوېزیون ویلي، اسراییلي پوځيانو د جولان په تراډه کې سوریې ته پر اوښتونکو لاریون کوونکو ډزې کړې او ۲۰ کسان یې وژلي.

دغو کسانو د فلسطين د ۶۷ ناورین د غندلو په مناسبت لاریون کړی و او سوریې ته یې د اوښتو هڅه کوله.

سرچینې ویلي، اسراییلو پر سلګونو لاریون کوونکو په ډزو کې ۳۲۵ کسان ټپیان کړي دي.

اسراییلي پوځيانو هغه مهال پر لاریون کوونکو ډزې وکړې، چې د سوریې او اسراییلو پر پوله تر یوه اغزن تار واوښتل.

د سوریې د جولان تراډې په 'مجدل شمس' سیمه کې سلګونه ځوانانو پر اسراییلي پوځيانو د تیږو ګوزارونه وکړل.

په دغه لاریون کې د سوریې او فلسطين سلګونه ځوانانو ګډون کړی و.

د سوریې تلوېزیون د اسراییلي پوځيانو داسې انځورونه هم خپاره کړي، چې پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې کوي.

تلوېزیون داسې انځورونه هم ښودلي، چې پر ټانکونو او پوځي ګاډو سپاره اسراییلي پوځيان پر لاریون کوونکو ډزې کوي.

لوېدیځه تراډه کې نښتې

پر همدې مهال د لسګونه فلسطينیانو او اسراییلي پوځيانو ترمنځ په لوېديځه تراډه کې نښته شوې ده.

دا نښته د لوېديځې تراډې د بې ځایه شوو په 'قلندیا' پنډغالي کې شوې، چې لسګونه کسان په کې ژوبل شوي.

فلسطيني طبي سرچینو ویلي، د رام الله روغتونونو ته لسګونه ټپیان وروړل شوي، چې ګڼ یې د اسراییلي پوځيانو په ربړي مرمیو لګېدلي او اوښلن غاز پرې شیندل شوی.

Image caption سلګونه کسانو سوریې ته د اوښتو هڅه کوله.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، اسراییلي پوځيان د څېرمه ودانیو بامونو ته ختلي او پر لاریون کوونکو یې ربړي ګولۍ او اوښلن غاز کارولی.

او د غزې په تراډه کې هم ګڼ کسان راوتلي ول او د اسراییلو پولې ته څېرمه یې د هغوی پرضد شعارونه ورکول.

په قدس کې د بي بي سي خبریاله شیرین یونس وايي، اسراییلي چارواکو د اسراییلو د امنیت د ګډوډولو د مخنيوي په موخه سخت تدابیر نیولي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د حماس ډلې امنيتي کسانو د غزې او اسراییلو ترمنځ د 'ایریز' جلا کوونکې پولې د اوښتو په تور لسګونه ځوانان نیولي دي.

عیني شاهدانو ویلي، د حماس د امنيتي کسانو او ځوانانو ترمنځ هم اخ و ډب رامنځ ته شوی.

ورته مطالب