علمي څېړنه: د چونګښو پوستکی د ۷۰ ناروغیو دوا ده

چیندخه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه پروتین چې د چیندخې له پوست څخه رامنځ ته کېږي کېدای شي د وینې د شریان د ودې مخه ونیسي .

په بلفاست کې د کوینز پوهنتون د پوهانو یوې څېړنيزې ډلې موندلې چې د چونګښه پوستکی کېدای شي چې د ۷۰ لویو ناروغیو د درملنې سبب وګرځي .

د څېړونکو دغې ډلې د تېرې دوشنبې پر ورځ په لندن کې د راتلونکي طبي ابتکار د جایزو د وېش پرمهال خپله جایزه ترلاسه کړه چې دا له شمالي ایرلینډ څخه لومړۍ څېړنیزه ډله ده چې جایزه ترلاسه کوي .

د کوینز پوهنتون د درمل جوړونې د څانګې د څېړونکي پروفیسور 'کریس شو' په مشرۍ دغه ډله ددغو هغو پروتینو په مشخصولو وتوانېده، چې د وينې د رګونو د ودې د څرنګوالي په منظمولو کې اصلي رول لري .

پوهانو دا هم ومونده چې د چیندخو یو ډول پروتین چې ''د بیزوګانو چیندخي پروتین'' یې بولي، کولای شي چې د وینې د رګونو د ودې مخه ونیسي او همدارنګه سرطاني پړسوب له منځه یوسي .

پروفیسور 'شو' وویل ډېری سرطاني ناروغۍ تر یوه معین حد پورې وده کوي بیا د وینې هغو رګونو ته اړتیا لري چې د اوکسیجن په وسیله پراخه کېږي چې تورم هم ورسره خورېږي .

نوموړي زیاته کړه ''له ودې څخه د وینې د شریانونو مخنیوی د سرطاني تورم د ودې مخه نیولای شي چې دا کار د سرطان د له منځه تلو سبب ګرځي .''

دی وايي ''د څېړنې پایلو وښوده چې سرطان ناروغي له یوې مزمنې ناروغۍ وباسي چې درملنه یې شونې کېږي .''

د پوهانو ډلې دا هم کشف کړې چې د ''فایبربیلیډ'' په نامه یو ډول لویه چیندخه داسې پروتین تولیدوي چې د وینې د شریان وده راټيټوي چې په دې سره له هغو ناروغانو سره مرسته کولای شي چې له سرطاني ناروغیو ځورېږي .

پروفیسور 'شو' وویل : ''دغه پروتین د ځینو ناروغیو د درملنې وړتیا لري او ځینې وخت بیا د وینې د شریانونو د سم کار کولو سبب کېږي، لکه د ټپونو جوړېدل یا د غړو زرع کول، یا له شکر ناروغۍ رامنځ ته شوی ټوخی، یا د دماغي سکتې له کبله زیانونه او یا د زړه ناروغي .''

د پروفیسور د خبرو په حواله، که څه هم پوهانو او د درملو شرکتونو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر طبي څېړنو څلور او یا پنځو میلیارد ډالر لګولي، خو تر دې مهاله دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې د سرطان د ناروغۍ سمه درملنه یا د وینې د شریانونو سمه څارنه وکړای شي .

دی زیاتوي ''په کوینز پوهنتون کې زموږ د څېړنو موخه دا ده چې طبيعي ځواک رامنځ ته کړو، چې د چیندخو په پوستکي کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې ډېر علاجي توکي شته .''

نوموړي دا هم ویلي چې ''موږ کاملاً دې ته رسېدلي یو چې طبیعت زموږ د ریښتينو ستونزو لپاره زیات حل لارې لري او موږ یې د موندلو لپاره یوازې د سمو پوښتنو وړاندې کولو ته اړتیا لرو .''

ورته مطالب