'حقاني شبکه، د افغانستان په لوبه د پاکستان اصلي مُهره'

مولوي جلال الدین حقاني
Image caption امریکايي چارواکي پر پاکستان دا تور پورې کوي چې د حقاني شبکې ته یې پناه ورکړې او پرخلاف یې هېڅ اقدام نه کوي .

ایا له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کې د پاکستان ورګډول د حقاني شبکه خبر و اترو ته راوستی شي ؟

ځینې باوري سرچینې وايي چې د افغانستان د مسالې د سیاسي حل په موضوع کې د برخې اخیستو لپاره د پاکستاني حکومت لپاره د نړیوالې ټولنې د قانع کولو لپاره که پاکستان له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې راګډ کړای شي، نو په دې صورت کې د افغاسنتان په تاوتریخوالي کې تر ټولو مهم عنصر یعنې د حقاني شبکه د خبرو میز ته راوستل شوني دي .

پاکستاني حکومت ته دغه خبرې په کابل کې د برتانیا سفیر ویلیم پیتي په هغو څرګندونو وکړې چې وايي د پاکستان له خوا د خبرو لپاره د افغان طالبان چمتو کول مهم رول لوبولی شي .

د تېرې دوشنبې پر ورځ اسلام اباد کې له خبریالانو سره ښاغلي پيتي وویل، په افغانستان کې د سولې د هڅو په برخه کې به د پاکستان د رول هرکلی وشي.

پاکستاني چارواکي په دې اند دي، پر داسې وخت چې امریکا له افغانستانه د وتلو پر لارو چارو غور کوي، د افغانستان په مسایلو کې د پاکستان قوي رول ډېر اړین دی .

پاکستاني چارواکي په دې اند دي چې امریکا په بېلابېلو سرچینو او طریقو سره له طالبانو سره د اړيکو جوړولو لپاره، پاکستان ډېره برخه نه ده ورکړل شوې .

د امریکايي چارواکو له نظره، ددې اصلي لامل د پاکستاني ادارو د بې باوري او تر یوه حده د ددغه هېواد د رول نشتوالی په ګتوته شوی .

په تېره څه موده کې چې امریکایانو له افغاني طالبانو سره کوم اړیکي نیولي، له طالبانو د ترلاسه شوو معلوماتو پربنسټ، امریکايي او افغان چارواکي وړاندې په دې اند وو چې پاکستان له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې ډېر موثر نه دی .

ځکه چې د هغوی په باور افغاني طالبان اوس د پاکستان له کنټروله بهر دي .

خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام ابا د کې د طالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف بي بي سي ته وویل، چې پاکستان د باور وړ هېواد نه دی، او د هغه په باور، دغه هېواد به د پخوا په څېر نفوذ ونه لري .

هغه وویل، چې پاکستان په تېر کې څو تېروتنې کړې، چې په وینا یې دا هېواد هېڅ دا حق نه لري چې د افغانستان راتلونکی وټاکي .

د پاکستان د ملي حاکمیت د څانګې یوه جګپوړي پوځي افسر بي بي سي ته وویل چې په تېرو څو اوونیو کې په دې اړه څه بدلون راغلی، ''زما په اند، امریکا او هم پخپله افغان حکومت په دې خبرو پوی دي چې د افغانستان په تاوتریخوالي کې ډېره برخه د حقاني شبکه لري، چې د خبرو میز ته راوستل یې لازم دي، او ددې کار لپاره، له پاکستان پرته، د اړیکو بله موثره وسیله نه شته . ''

امریکايي چارواکي ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان د خوست ولایت اړوندو د طالبانو مهمو قومندانانو او د جلال الدین حقاني ملګرو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

دوی دا هم وايي چې یا پاکستان لږترلږه ددې شبکې د مشرتابه پرخلاف د اقدام کولو دلچسپي نه لري .

پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي، خو له دې سره سره، پاکستاني چارواکي په شمالي وزیرستان کې د هر ډول پوځي عملیاتو د پیلېدو امکان هم ردوي .

د هغوی ټینګار دا دی چې په دغه قبایلي سیمه کې امنیت هومره هم خراب نه دی، چې د پوځي عملیاتو اړتیا په کې ولیدله شي .

د پاکستاني او امریکايي پالیسي جوړوونکو ترمنځ د حقاني شبکې په اړه معامله کول د پاکستاني چارواکو په خبره، اوس پای ته رسېدو ته نژدې دي، ځکه چې په نړیواله کچه د پاکستان دا دريځ منل شوی چې له طالبانو سره له شرطونو پرته اړيکي ونیول شي .

ورته مطالب