وزيرستان کې ۶ پوځيان او ۱۲بريدګر وژل شوي

Image caption ويل کيږي چې د پاکستاني پوځ او بريدګرو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره ډزې شوي دي.

له پاکستان نه راپورونه وايي چې په وزيرستان کې پر يوې امنيتي پوستې وسله والو بريد کړی چې له امله يې اته امنتي ځواکونه وژل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې په بريد کې دولس بريدګر هم وژل شوي دي.

د دغه بريد په اړه يو خبر وايي چې پر امنيتي پوستې بريد وسله والو طالبانو کړی دی.

دغه پېښه په مکين سيمه کې شوې او ويل کيږي چې د پاکستاني پوځ او بريدګرو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره ډزې شوي دي.

د رويترز خبري اژانس د رپوټ له مخې د وسله والو بريدګرو شمېر د ۱۵۰ په شاوخوا کې وو چې د اوږې سر توغندي او نورې سپکې او درنې وسلې هم ورسره وې.

کابو دوه اوونۍ وړاندې هم له افغانستان سره پر پوله پرتې يوې پاکستانۍ چوڼۍ باندې وسله والو کسانو بريد کړی وو چې نژدې ديرش امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ويلي وو چې دغو وسله والو کسانو له افغانستان نه پر پاکستانې پوستې بريد کړی دی.

ورته مطالب