د سي آی اې مشر د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

پنیتا او زرداري
Image caption د سي آی اې مشر د پاکستان له امنيتي چارواکو سره کتلي دي .

د امريکايي او پاکستاني چارواکو په وينا د امريکا د استخباراتو د ادارې سي آى اې مشر ليون پنيتا اسلام کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او د استخباراتو د ادارې ای اېس آس له مشر احمد شجاع پاشا سره په دغه هېواد کې لږترلږه د پنځو مهمو اورپکو د له منځه وړلو په موخه د يوې گډې استخباراتي ډلې پر جوړولو خبرې کړي دي.

خو دا چې دغه اورپکي څوک دي په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

افغان استخباراتي اداره ادعا کوي چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په گډون يوشمېر طالب مشران هم په پاکستان کې پټ دي .

د سي آی اې مشر، د پاکستان له پوځي مشرانو سره د واشنگټن او اسلام اباد د اړيکو د ښه کېدو پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.

د دوى اړيکي، د تېرې مۍ پر دويمه د پاکستان له خبرتيا پرته اسلام اباد ته څېرمه په ايبټ آباد ښار کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پر کور د امريکا د ځانگړو ځواکونو له لوري له بريد او د هغه له وژلو وروسته ډېر ترينگلي شول .

له دې پيښې وروسته، د ولسمشر اوباما په گډون امريکايي مشرانو وويل چې دا ممکن نه وو چې د القاعدې مشر دې د ملاتړ له يوه سيستم پرته د څو کلونو لپاره هلته ژوند وکړي .

خو له اورپکو سره د پاکستان د يوشمېر پوځي او استخباراتي عناصرو د اړيکو له شکونو سره سره، امريکايي چارواکي هڅه کوي چې د القاعدې د له منځه وړلو او افغانستان کې د جگړې د پاى ته رسولو په موخه، له پاکستان سره يې اړيکې ښه او اغېزمن شي .

امريکايي چارواکي له پاکستانه دا هم غواړي چې د حقانې د شبکې په گډون په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د پټن ځايونو له منځه وړلو لپاره عملي گامونه اوچت کړي .

Image caption د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو په سيمه کې د امنيت د ښه کېدو او سوداگرۍ د پراختيا په گډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر ډېرولو موافقه کړې ده .

داسې ادعا کېږي چې د حقاني شبکه د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده، خو پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي .

'ورو خبرې'

چارواکو ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو هڅه په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ضروري دي، چې د امریکايي چارواکو په وینا، دا مهال د القاعده پرضد مبارزه ټکنۍ ده .

دا لا څرګنده نه ده چې د سي آی اې مشر به اسلام اباد کې څومره پاتې شي .

پر همدې مهال، افغان ولسمشر حامد کرزی هم اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی، او هلته یې له ولسمشر زرداري سره په سيمه کې د امنيت د ښه کېدو او سوداگرۍ د پراختيا په گډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر ډېرولو موافقه کړې ده .

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د سي آی اې مرستیال مشر مایک موریل او د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پاکستان کې د امریکا تر برید وروسته د اړیکو د بېرته رغولو په موخه تللي ول .

ورته مطالب