پېښور کې دوو چاودنو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي دي

پېښور د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پولیسو د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي ''یوه چاودنه ډېره زوروره وه، چې زه یې په ټکو نه شم انځورولای .''

د خیبر پښتونخوا د ګڼې ګوڼې په یوه مارکېټ کې دوو چاودنو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي .

پوليس وايي د پېښور د خيبر په مارکېټ کې لومړنۍ چاودنه وړه وه، خو وايي کله چې لارويان او د ژغورنې ډلې د چاودنې سيمې کې راټول شول، نو سم لاسي دويمه چاودنه وشوه چې ډېره زوروره وه .

دا پاکستان کې د اورپکو د بريدونو وروستی هغه وو . دغو بريدونو کې پاکستاني پوځيان او ولسي خلک دواړه په نښه کېږي .

ډېرى باور لري چې اسلام پالې ډلې غواړي چې دالقاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو غچ واخلي، خو په دې برخه کې ځينې نور فکتورونه هم شته چې په دې ډله کې وروستيو کې په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ګوازرونو ډېرېده او د اورپکو په مهم مرکز شمالي وزيرستان کې محدودو عملياتو ترسره کولو ته د پاکستاني پوځ چمتو کېده هم راځي .

رویټرز خبري اژانس پېښور کې د یوه حکومتي روغتون د ویاند جمیل شاه په خولې ویلي ''تراوسه د وژل شوو شمېر ۳۲ ته رسېدلی، او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل دي، چې د ۲۱ حالت د اندېښنې دی .''

دوه کسان د سختو ټپونو له کبله مړه شوي دي .

د پولیسو د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي ''یوه چاودنه ډېره زوروره وه، چې زه یې په ټکو نه شم انځورولای .''

پر تېره پنجشنبه هم اته پاکستاني پوځيان په وزیرستان کې د تلاشۍ یوه مرکز ته څېرمه په یوه برید کې وژل شوي وو .

ورته مطالب