سوري لښکرې جسر الشغور ته ننوتې

د سوريې پوځ
Image caption له جسر الشغور نه راغلو کډوالو ويل چې په دې پوځي يرغل کې له ټانکونو، وسله والو عسکرو او توپوالو چورلکو نه کار اخيستل شوى دى.

د سوريې دولتي ټلوېزيون وايي د دغه هېواد ځواکونه په شمال لوېديځ کې د جسر الشغور ښار ته تر هغه وروسته ننوتي چې د ښار په منځ او لمنو کې يې په مورچلو کې ناست وسله وال مات کړل.

يوه اوونۍ د مخه په دې ښار کې ١٢٠ حکومتي عسکر وژل شوي وو او حکومت وايي عسکر يې د سيمې د خلکو په غوښتنه ور استولي چې نظم بېرته ټينگ کړي.

له جسر الشغور نه راغلو کډوالو ويل چې په دې پوځي يرغل کې له ټانکونو، وسله والو عسکرو او توپوالو چورلکو نه کار اخيستل شوى دى.

دوى وايي، له يو څو کورنيو پرته، نورو ډېرو ولسي وگړو ته جوته وه چې څه پېښېدونکي دي، نو ځکه يې تر يرغل د مخه ورځو کې له جېسر الشغور نه پښې سپکې کړې وې.

يو بل ته ورته رپوټونه ددې وينا کوي چې سوري عسکر غلو ته اور اچوي او څاروي وژني. په تېښته د بريالي شويو وگړو ځينې اوس ترکيې ته رسېدلي او دلته ورته چارواکي خواړه او کوډلې چمتو کوي او د روغتيا او درملو غم يې خوري.

خو د کډوالو د حقوقي دريځ په اړه لا هم پوښتنې شته. د ترکيې د قوانينو له مخې بايد د هغو وگړو د کډوالۍ دريځ د ملگرو ملتو د کډوالو اداره يا يو اېن اېچ سي ار وټاکي چې اروپاييان نه دي.

Image caption يو اېن اېچ سي آر ترکيې ته ور اوښتيو سوريانو ته د پراخ لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

خو د ترکيې حکومت تر اوسه يوازې سل ورغلي کسان يو اېن اېچ سي آر ته ور استولي دي.

که څه هم دې بشري ناورين ته ترکيې د خپلو پولو په پرانسته ځواب ورکړى دى، خو هيله يې داده چې د سوري وگړو شپې به دومره ډېرې نه وي.

يو اېن اېچ سي آر وايي هرهغه چاته به چې له دومره سخت کړاو نه ورتښتي، د کډوالۍ حقوقي دريځ ورکړي او سره له دې چې يې دې کړکېچ ته د ترکيې ځواب ستايلى، راغلو سوريانو ته يې د پراخ لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

خو يو اېن اېچ سي آر وايي لا روښانه نده چې په څومره پراخه کچه به دغو کسانو ته د ځان رسولو اجازه ورکړل شي.

ورته مطالب