د ویتنام د جګړې تر ټولو د پټو امریکايي اسنادو افشا کېدل

 جونسن
Image caption په افشا شوو اسنادو کې راغلي چې د جونسن ادارې خپل ولس ته دروغ ویلي .

د امریکا حکومت به ډېر ژر د ویتنام د جګړې په اړه تر ټولو ډېر پټ اسناد افشا کړي .

امریکا دا کار پوره ۴۰ کاله وروسته له هغه کوي، چې په نیویارک ټایمز کې ددغو اسنادو یوه برخه راووتله چې په ویل شوي وو، امریکايي حکومت خپل ولس ته دروغ ویلي دي .

په پام کې ده چې ددوشنبې پر ورځ به ددغو پټو اسنادو په اړه اووه زره مخیزه راپور خپور شي.

د ولسمشر نیکسون ددې هڅو په لړ کې چې ددغو پټو اسنادو افشا کېدل دې ودرول شي، دا پایله شوه، چې په رسنیو کې د ځینو کسانو د کړنو په اړه پلټنه وشي .

دغه اعلان چې د ''پنتاګان پاڼې'' په نامه یادېږي، ویل کېږي د ویتنام د جګړې په اړه یې امریکا پر دوو برخو ووېشله .

له ګڼو خلکو سره دا پوښتنه وه په داسې حال کچې دا د امریکا په ټول تاریخ کې تر ټولو ناوړه اسناد دي، افشا کول یې ولې وځنډول شول .

د امریکا د وخت ولسمشر لیندون جونسن د ویتانم په اړه د راپور د جوړولو امر کړی و، په داسې حال کې چې زیاتره امریکایان ددغې جګړې پر خلاف وو .

په ۱۹۷۱ کال، کله چې ریچرډ نیسکن ولسمشر شو، نیویارک ټایمز ته ددغه راپور لا ډېر حساس او پټ اسناد په لاس ورغلل .

په دغو اسنادو کې راغلي چې د جونسن اداره په ویتنام کې د تاوتریخوالي د ډېرولو لامل شوه چې کانګرس په ویتنام کې د خپل پوځ د کړنو په اړه دروغ وویل .

ولسمشر نیکسن په هغه وخت کې د دغو اسنادو د نه خپرولو په چاره کې پاتې راغی، که څه هم دا ډېر پټ اسناد وو، خو د پنتاګان زیاتره دغه اسناد افشا شول .

دانیال السبرګ چې ددغو اسنادو په افشا کولو کې لوی لاس لري، په هغه وخت کې د پنتاګان د ګټو په ساتلو شهرت وموند .

السبرګ چې په هاروارډ بوهنتو کې یې زده کړې کړي دي، د راند په مؤسسه کې د سیاسي شنونکي په توګه کار کوي، چې دغه اداره د امریکا ددفاع وزارت او مرکزي اسختباراتو په ګټه فعالیت کوي .

دانیال السبرګ ان د راند په مؤسسه کې د کار پرمهال هم د ویتنام د جګړې د مخالفو له ډلې و او په راند کې یې د خپل یوه ملګري انتوني روسو چې د سناتور ادوارد کینیډي مرستال و، په مرسته وکړای شو چې د ویتنام د جګړې په اړه ددغو اسنادو یوه کاپي ترلاسه کړي .

ورته مطالب