افغانستان د ښځو لپاره ترټولو خطرناک هېواد دی'

ښځې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په روانه جګړه کې د ناټو هوايي بریدونو او دودونو په ګډه دا هېواد د ښځو لپاره ډېر خطرناک کړی دی .

د ټامسن رویټرز فاونډېشن موندلې چې د تاوتريخوالي، خرابو روغتيايي اسانتياوو او بې وزلۍ له کبله افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دى او کانګو پر ښځو د تېري په برخه کې دویم ځای نیولی دی .

پاکستان، هند او سومالیا درېیم ځای لري .

ددغې سروې له مخې، په دغو هېوادونو کې په میلیونونه ښځې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي .

په دغې نړیوالې سروې کې د ښځو پر وړاندې له ګواښونو نیولې تر کورنیو تبعیضونو او آن د نجونو پر مخ د تېزابو شیندلو پېښې راغلې دي .

د افغانستان په روانه جګړه کې د ناټو هوايي بریدونو او دودونو په ګډه دا هېواد د ښځو لپاره ډېر خطرناک کړی دی .

دغه راز په راپور کې راغلي چې افغان مېرمنې اقتصادي سرچینو او روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاس رسي او د غیرجنسي تاوتریخوالي په برخو کې له ډېر خطر سره مخامخې دي .

د ټامسن فاونډېشن سروې د یونيسف د شمېرو له مخې وايي په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته د لږ لاس رسي له کبله په هرو ۱۱ مېرمنو کې یوه مري .

په کانګو کې چې له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۳ کاله پورې جګړه په کې روانه وه، پنځه اعشاریه څلور میلیونه کسان په کې ووژل شول، چې له کبله یې بشري ناورین رامنځ ته شو .

هر کال په کانګو پر شاخوا څلور سوه زره مېرمنو جنسي تېری کېږي، او ځینو سروې ګانو آن د جنسي تېریو پلازمېنه بللې دی .

ددې راپور له مخې پاکستان د ښځو لپاره درېیم ستر خطرناک هېواد دی، په دې هېواد کې فرهنګي، قومي او مذهبي چارې د ښځو لپاره ستونزې جوړوي، د نجونو پر مخ تیزاب شیندل، په ټیټ عمر کې د هغو ودول، او فزیکي ځورونې هم زیاتې دي .

Image caption ددې راپور له مخې پاکستان د ښځو لپاره درېیم ستر خطرناک هېواد دی، په دې هېواد کې فرهنګي، قومي او مذهبي چارې د ښځو لپاره ستونزې جوړوي، د نجونو پر مخ تیزاب شیندل، په ټیټ عمر کې د هغو ودول، او فزیکي ځورونې هم زیاتې دي .

یوه بله ستره ستونزه چې له امله یې نجونې په پاکستان کې ځان وژنه کوي هغه د جهیز مساله ده .

د پاکستان د بشري حقونو اداره وايي هر کال په دې هېواد کې شاوخوا لس زره ناموسي وژنې کیږي .

هند د ماشومانو د غورځونې یا سقط جنین او انساني قاچاق له پلوه په نړۍ کې د ښځو لپاره څلورم خطرناک هېواد بلل شوی دی .

ویل شوي چې په ۲۰۰۹ کال کې په هند کې سل میلیونه کسان په انساني قاچاق کې ښکېل وو، چې زیاتره یې مېرمنې او نجونې وې .

ورته مطالب