پاکستان سي آی اې ته پنځه معلومات ورکوونکي نیولي

ایبټ اباد
Image caption د اسامه بن لادن تر وژل کېدو څو اوونۍ وروسته پاکستان له امریکايي ځواکونو سره د عملیاتو د همکارۍ په پلمه سي آی اې ته معلومات ورکوونکي ونیول .

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، پاکستان سي آی اې ته هغه پنځه معلومات ورکوونکي نیولي، چې د تېرې مۍ په لومړیو کې یې پر اسامه بن لادن د برید پرمهال له سي آی اې سره مرسته کړې ده .

د امریکايي ځواکونو یوې ځانګړې ډلې د تېرې مۍ پر دویمه د پاکستان په شمالي ښار ایبټ اباد کې د القاعدې ډلې بنسټګر او مشر اسامه د عملیاتو پرمهال وواژه .

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، په نیول شوو جاسوسانو کې داسې کسان دي، چې د اسامه بن لادن په اړه یې د معلوماتو راغونډولو لپاره په ایبټ اباد کې یو کور په کرایه نیولی و .

راپور کاږي، دغو کسانو ته دنده سپارل شوې وه، چې د اسامه بن لادن کور له نژدې وڅاري .

پر اسامه تر برید وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکي ترینګلي شول .

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وویل ارومرو داسې یو څوک شته، چې اسامه ته یې خوندي ځای ورکړی و .

خو پاکستان دا راپورونه رد کړل، چې ګني د اسامه بن لادن پر پټن ځي خبر و .

او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پاکستان ته د خپل وروستي سفر په لړ کې ویلي وو، ''هېڅ داسې کره شواهد نه شته، چې د اسامه بن لادن د پټن ځي په اړه یې له هغه سره کوم جګپوړي پاکستاني چارواکي مرسته کړې وي او یا دا چې د هغه پر پټن ځي دې خبر وي .''

Image caption امریکا د پاکستان له پوځ سه د القاعدې په ځپلو کې میلیونونه ډالره مرسته کړې ده .

خو د پاکستان استخباراتو (آی اېس آی) د امریکايي رسنیو ددې راپور په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی .

د تېرې مۍ پردویمه د اسامه بن لادن تر وژل کېدا سم لاسي وروسته عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، چې لږترلږه څلور پاکستانيان نیول شوي ول .

د اسامه تر وژل کېدا وروسته امریکا د اسلام اباد په غوښتنه پاکستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راټيټ کړ .

په دې وروستیو کلونو کې د امریکا متحده ایالتونو له پاکستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې ده، چې زیاتره یې پر پوځي چارو لګول شوې .

ورته مطالب